کور / راپور / چارواکي: د پاکستاني مدرسو زده کونکي په رخصتيو کي افغانستان ته د جګړې لپاره راځي

چارواکي: د پاکستاني مدرسو زده کونکي په رخصتيو کي افغانستان ته د جګړې لپاره راځي

د پنجشنبې په ورځ د کندهار ملي امنيت هغه کسان رسنيو ته وښودل چي له پاکستان څخه کندهار ته د وسلوالو فعاليتونو لپاره راغلي وه او د افغان سرتېرو نيولي وه.

دغه کسان چي د پاکستان اوسېدونکي دي د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کي ئې د وسلوالو فعاليتونو تابيا نېولې وه، چي د ملي امنيت سرتېرو په ګڼو عملياتو کي نيولي وه.

په يو مطبوعاتي کنفرانس کي چي نيول سوي کسان رسنيو ته وښودل سول، د کندهار والي وويل چي ددغه کسانو په څېر ډېری جنګيالي د پاکستاني مدرسو څخه افغان خاوري ته راځي او دلته د افغانانو پرضد جنګېږي.

په کندهار کي د تیرو پنځو میاشتو راهیسې د جګړو او نا منیو پیښې زیاتي سوي چي تر ډيره د میوند، خاکریز، میانشین او د ارغستان ولسوالیو کي درنې جګړې سوي دي.

د کندهار والي حیات الله حیات وایي په دغو نویو جګړو کي تر ډېره د پاکستاني دیني مدرسو طالبان لیدل کیږي چي په افغانستان کي د جګړو د لیکو د پیاوړتیا لپاره لیږل کیږي.

په پاکستاني مدرسو کي ترډېره زده کونکي په افغانستان کي جګړې ته هڅول کيږي او هلته د ښوونکو ترټولو زيات تمرکز پر همدې دی چي افغانستان کي جګړې ته کسان وروزي.

د چهارشنبې په ورځ (جون۱۲) د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان هم ورته څرګندونې لرلې او ویلي يي وو چي د اوړي د پیلیدو سره په پاکستان کي دینې مدرسې رخصت سوي او اکثریت طالبان يي په أفغانستان کي جنګي جبهو ته راغلي چي نژدې هره شپه دوئ پرامنیتي پوستو حملې کوي خو امنیتي ځواکونو يې دفاع کړې ده.

پاکستان په نړيواله کچه هم د ترهګرو ملاتړی هيواد بلل کېږي، چي پکي زياتي افراطي ډلي فعاليت کوي.

افغان چارواکي وايي، چي د پاکستاني مدرسو د طالبانو د راتګ د مخنيوي په موخه ئې پر ډيورنډ کرښه امنيتي تدابير ډېر ټینګ کړي دي.