کور / اقتصادي / پاکستانۍ کلداري اته روپۍ نور ارزښت بايللی دی، يو ډالر په ۱۵۷ روپۍ

پاکستانۍ کلداري اته روپۍ نور ارزښت بايللی دی، يو ډالر په ۱۵۷ روپۍ

د پاکستان د اقتصادي کړکېچ په ترڅ کي د ډالر په مقابل کي کلداره اته روپۍ نوره رالوېدلې ده.

تېره ورځ يو ډالر په ۱۵۷ روپۍ پلورل کېدی، چي دا د تېري اوونۍ په پرتله خورا چټک بدلون دی.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپله وېب پاڼه خپور کړي رپوټ کې ويلي چې نن د جمعې په ورځ د ډالر تجارت په ۱۵۶ روپۍ او پينځه پېسې پېل شوی او دا وخت په پرانستي مارکيټ کې د ډالر بيعه ۱۵۷ روپۍ ته رسېدلې ده.

دا پر داسي مهال ده چي پاکستان په تاريخي توګه د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او په سياسي ډګر کي هم د نړيوالي ټولني تر سخت فشار لاندي دی چي د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

بل خوا پاکستان هڅه کوي چي د قرضونو د پلټني لپاره يو کمېسون جوړ کړي.

پاکستان پر داسي مهال د قرضونو د پلټڼي هڅي کوي، چي دغه هيواد د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس وګرېوان دی.

پاکستان کي دا مهال ۲۴ مليارده روپۍ زيات قرضونه اخيستل سوي دي.

اوس د پاکستان حکومت اعلان کړی دی، چي ددغه قرضونو د پلټني لپاره به کمېسون جوړوي.

په دې وروستیو کي د پاکستان اقتصادي وده مخ پر ځوړ روانه ده

راپورونه وایي، د تېر کوچني اختر له رخصتیو وروسته د کاروباري اوونۍ په پیل د ونډو بازار کي کاروبار مخ پر ځوړ دی چي پاکستان سوداګر یې له ګڼو خنډونو سره مخ کړي دي.

د سوداګرو په خبره، دوی پاکستان ته واریدېدونکي مالونه په ډالرو اخلي نو کله چي ډالر خپل سر جګوي، د توکو بیې هم پورته ځي.

په ورته وخت کي د پاکستان له خوا له نړیوالې مالیاتي ادارې (ای ایم ایف) سره تر هوکړې وروسته دا ویره شته چي د روان کال تر وروستیو پورې به د یو ډالر بیه له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې نوره هم پورته لاړه سي.

د چارو شنونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، روان وضعیت ته په کتو ښایي دا هېواد له ګڼو ننګونو سره مخ سي.

د پاکستان د احستاب ادارې ددغه هيواد مخکنی لومړی وزير اصف علي زرداري نيولی  دی.

پر نوموړي تور دی چي جعلي اکونټونه ئې لرل او له خلګو ئې د ټلفون او نورو سيانو ټکسونه اخيستل.

د نوموړي پر خور همدا تورونه لګېدلي دي او د نيولو امر ئې سوی دی.

پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چي په هيواد کي دننه ئې د خلګو غوسه راپارولې ده.

د پاکستان پوځ اوس غواړي د هري ممکنه لاري د هيواد اقتصادي حالت د سمولو کوښښونه وکړي، خو داسي مالومېږي چي پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو څخه د وتلو اسانه لار نه لري.

د پوځ لخوا اوس هغه کسان نيول کيږي چي په موجوده حکومت کي دوی ته ستونزه جوړولای سي.