کور / راپور / نريندرامودي د افغانستان سره د همکاريو تازه ژمني کړي دي

نريندرامودي د افغانستان سره د همکاريو تازه ژمني کړي دي

تېره ورځ د قرغزيستان په پلازمېنه بشکيک کي افغان ولسمشر اشرف غني د هند دلومړي وزير نريندرامودي سره وليدل.

په دغه ليدنه کي دواړو لوريو د افغان – هند پر دوستۍ ټينګار وکړ.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي وويل، چي هند د افغانستان سره نه شکيدونکي اړيکي لري او دغه هيواد به د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي مودي د افغان سولي په تړاو هم د هند د ملاتړ ډاډ ورکړ او وئې ويل، چي هند د افغانانو په مالکيت د سولي بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي چي نور دلته جګړه ختمه سي.

دهند وزیراعظم فغانستان سره په بېلابېلو برخو کي تېرو مرستو ته په اشارې یو ځل بیا د خپل هیواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل، هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي.

د اشرف غني سره له لیدنې وروسته نريندرامودي په پښتو يو ټويټ وکړ، چي پکي ويلي ئې وو: “نن مې له ولسمشر اشرف غني سره په بيشکیک کي په زړه پورې ليدنه درلوده، د هندوستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتیا په اړه مو بحث وکړ، هندوستان په بشپړه توګه د دې هېواد د وګړو لپاره د سولې په موخه د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي”.