کور / راپور / د هرات ولايتي شورا کي نښتي ددغي شورا پنځه غړي ژوبل کړي دي

د هرات ولايتي شورا کي نښتي ددغي شورا پنځه غړي ژوبل کړي دي

د هرات د ولايتي شورا د غړو ترمنځ په نښتو کي ددغي شورا پنځه تنه غړي ژوبل سوي دي.

پېښه نن  شبنې ورځ هغه مهال رامنځ ته سوه، چي د شورا د مشر کامران عليزي او د شورا د بل غړي غلام حبيب هاشمي ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته سوه.

راپورونه وايي، چي د دواړو ترمنځ لفظي تاوتريخوالی وروسته له هغه په فزيکي شخړه واوښتی چي د شورا مشر کامران علیزي غوښتل غلام حبیب هاشمي د ولایتي شورا له ودانۍ وباسي او د شورا  نورو غړو ددې کار سره مخالفت وکړ.

د هرات ولايت د شورا يو غړی نجيب الله محبي وايي، کله چي کامران وغوښتل هاشمي د شورا له ودانۍ وباسي، لفظي شخړه رامنځ ته سوه او وروسته د دواړو لورو ترمنځ  فزیکي شخړه وسوه چي  د ډزو له امله د دغه شورا د دوو تنو غړو عبدالرحمن مرادي او نور احمد حیدري په ګدون څو تنه ټپیان سول.

د پېښي وروسته د هرات والي عبدالقيوم رحيمي او د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان نورالله قادري د کامران عليزي سره په تماس کي سوي دي.

د پېښي په هکله تردامهاله کامران عليزي څه نه دي ويلي.