کور / کیسه / [لنډه کيسه ] ازل

[لنډه کيسه ] ازل

زما د ژوند کيسه د پيدايښت د پيښو يوه ډيره عجيبه پيښه ده، کېداى سي چي د ژوندانه په اوږدو کي به ډيرو خلكو ته ورته کيسې پيښي سوي وي. هغه څه چي ما ته را پېښ سول، تر يوې خيالي افسانې پرته د بل هيڅ شي ګمان نسي پر کېدلاى. په اصل کي زه مي بايد د ژوند کيسه له پيله څخه درته وکم، ځکه زه په دې فکر يم چي تر اوسه به ورته کومه بله پيښه نه وي سوې.


        کله چي مي شپږم ټولګي (منځنۍ زده کړي) پاى ته ورسولې، نو دکانکور په ازموينو کي پاته راغلم او ومي نسواى کولاى چي پوهنتون ته ولاړه سم نو دکار موندلو په لټه کي سوم دکار موندلو څخه مي هدف د پيسو ګټل نه وه بلکي غوښتل مي چي ځان ته يوه بوختيا پيدا کړم چي په دي وخت کي مي له جواد سره وپيژندل جواد يو ځوان ليکوال و چي کله کله به يې په مجلو او ورځپاڼو کي ليکني راتلي هغه زما دملګري پروين ورور و چي دهغوي په کورکي ورسره اشنا سوم هغه يو دوه ويشت کلن ځوان و ډير ارام او ژور ښکاريده د هغه له سترګو ځلا ځلکا کول هغه به شميرلي شميرلي  خبري کولي چي د زړه تل ته به لويدي پروين هغه ته زه وروستلم او ورته وه يې ويل:-


        ملګري مي پروانه له تاسو سره اشنا کوم هغه په ډير پام وړ غرور او درنښت زما لاس کښي کاږي او وه يې ويل:-


        خوشاله يم چي ومو پيژندلاست اغلي


        زه دهغه په اړخ کي په يوه چوکي کښي نستم کله چي مي هغه د لمړي ځل لپاره وليده دهغه لپاره مي په زړه کي يو ځانګړي درنښت او مينه وليده زړه مي غوښتل چي هغه و گډېږي او خبري وکړي مګر هغه هم هغه شان ارام ناست و اوپه پرله پسي توګه په خپلو چورتونو کي ډوب ډوب وو او کله کله خوبه يې زموږ پر لور هم را وکتل دا مي ښه سم احساسه ول کچيري زه پخپله کمه موضوع را شروع نکړم او هغه دي ته اړ نه باسم چي وږغېږي هغه به همداغسي چپ وي زړه مي را ته ويل په هر ډول چي کېږي بايد دهغه دسکوت دکلا ديوال ونړوم او د سکوت کلا يې ورماته کړم نو مي تري وپوښتل:-


        دڅه په اړه فکر کوي؟


        هغه په موسکا را ته وکتل او په خواږه او له غروره ډک ږغ يې را ته وويل:-


        د ازل په اړه


        ما به له ځانه سره تل فکر کاوه چي د تقدير په اړه يوازي خراپتي خلګ ږغېږي نو له دي کبله مي په حيرنتيا هغه ته وکتل او ورت ومي ويل:-


        ازل؟ تاسو فکر کوي چي په حقيقت کي هم د ازل په نوم کم څه سته؟


        هغه خپلي اوږي په بي خاري سره پورته و غورځولي او له موسکا سره مل يې وويل:-


        په سته والي او نسته والي کي خو يې له سره څه ويل لازم نه بولم ځکه دا زما ايمان دي او بل دا چي زړه مي نه غواړي چي د خپل ايمان د صحيح او غلط والي په اړه دي فکر وکړم ،له همدي ځايه زموږ اشنايې پيل سوه زه به هر وخت د پروين دي کره تلم هغه به مي د پروين د پلار په کتابتون کي ليدي ټول وخت به په لوستلو کي ورک و هيڅکله به له ما سره له سلام او خداي(ج) پاماني پرته د بل شي په اړه نه ږغيدي نو ددي ځوان او مغرور ليکوال دا ډول غبرګون نوره هم زه دهغه په لور ور ماته ولم او دا خبري به ماته ډير زور را کاوه چي هغه زما په اړه دونه سوړ او بي اعتنا دي چي ګمان به مي کاوه چي هغه ګر سري زما شتون نه حسه وي يوهفته له هفتو څخه مي ونسواي کولاي چي د پروين دي کره ولاړه سم او هغه ووينم تاسي باور وکي چي د هفتي دغه اوه ورځي پر ما داوو پيړيو په څير تيري سوي،يوه ورځ مي مور راته وويل:-


        پرواني ………نن ميلمانه لرو هغوي ستا دليدو او غوښتلو لپاره په مرکه راځي د شرم وينه مي د وجود په ټولو برخو کي په ځغستا سوه سرمي کښته واچوي او ورته ومي ويل:-


        مګر ………..زه…….زه خو…..اوس د واده کولو خيال نه لرم.


        هغي خپلي ګوتي زما تر زنه لاندي زما سر يې چي کښته مي اچولي وه را پورته کړي او وه يې ويل:-


        ولي؟


        د……..دي کبله……..چي زه تر اوسه واده کولو ته تياره نه يم


        زه دي دخبرو په هدف پوه نسوم کچيري له کم چا سره مينه لري راته وه وايه


        زړه مي ټوپونه وهل او غوښتل يې چي زه چغي کم چي و و موري زه له يوه ځوان او مغروره ليکوال سره مينه لرم مګر مخ ته مي د شرم پرده راغله ږغ مي په ستوني کي وموښتي او مات مات سوي ږغ مي له ستوني را وه نه وتي او هلته بند پاته سو خو نا ارامي مي چوپتيا ته پري نه ښودم نو ومي ويل:-


        نه مورجاني مګر زه واده ته تياره نه يم مګر دونه


        هغه زما دخبرو په منځ کي را ولويده او وه يې ويل:-


        ټولي نجوني بايد چي واده سي دا خبري خو هره پيغله کوي ځکه شرميږي ځه چټکه ځان دي سم کړه چي اوس به نو هغوي هم راځي دا غرمه هم را نيږدي ده او هغو ويلي چي له غرمي وروسته به زموږ کره راځي


        بله لاره مي نه درلوده غاښونه مي و چيچل او له خوني ووتلم هرڅونه چي غرمه را نږدي کيده هغونه مي زړه بدي او نفستنګي زياتيده او د پلټني حس مي هم ارام ته نه پرېښودلم او له ځانه به مي پوښتله چي هغه به څوک وي څه ډول سړي به وي زه به يې چيري ليدلي يم زما د مور او پلار غبرګون به څه وي تر څو د هيښتيا او ناارامي ساعتونه مي پاي ته ورسيدل ميلامانه را و رسيدل مور مي په خندا زما خوني ته راغلل او وه يې ويل:-


        ولاړه سه پرواني ته بايد و ميلمنو ته ښه راغلاست وه وايې زه ډيره وارختا او حيرانه وم ډير کوښښ مي کاوه چي وار او پار مي ختا نسي مګر ټول کوښښ او هڅه مي بي ځايه وه د چايو پتنوس په لاس دميلمنو د خوني په لور ولاړم او اول خو مي هيڅ جرت نه درلودي چي هلته ناست ميلمنو ته دي وګورم او هغوي دي ووينم مګر کله چي مي هغوي ټولو ته چاي ورکړي او پتنوس خالي سو او په يوه کونج کي کښي نستم نو ټول ميلمانه مي وليدل يو سپين سري او چاغه ښځه چي فکر کيده د ساه کښلو پرځاي خرېږي په څنګه کي يې يوه ټيټه تکه ژيړه ډنګر نجلي چي کوت کوت وريښتان يې او لږ ها خواته په يوه کونج کي يو لوي قده څلور کونجه غټ اندامه بي ډوله هډه ور کينک سترګي سړي چي ليوني ته يې رنګ پاته کيدي ناست وه پلارمي په چاپلوسي دا ليوني وشمه سړي داسي را وپېژندي :-


        ناصر خان ………د تهران له مشهوره تجرانو څخه دي دي له ډيرو شريفو او ښو خلګو څخه دي زه ډير خوشاله يم چي لور مي ده يوه داسي څښتن ميرمن کېږي ،زه له کرکي او نفرته ورېږديدم هغه (ليوني ډوله سړي) بي ډوله وخندل او په داسي حال کي چي ماتي ماتي جملي يې له خپلي کنډاسي خولي را ايستلي وه يې ويل:-


        اه………زه……….زه خو خوشاله يم مګر ته هم بايد خوشاله او زما ميرمن ………..ميرمن سي ….


        لږ پاته وه چي د ميز له سره د چايو پتنوس را واخلم او دهغه پر سر يې ور چپه کړم او په چيغو چيغو يې له کوره وباسم مګر يوازني څه چي مي وکړه له خوني ووتم او ومي ځغستل ،څو شيبو وروسته مي پلار خوني ته راغي او په چغه يې راته وويل:-


        ته ليوني سوي يې لوري ؟هغه يو عزتمند سړي دي هغه يوازني څوک دي چي نيکمرغه کولاي دي سي تا دا څه ډول نخري پيل کړي؟


        ما په ژړا وويل:-


        پلاره……..پلاره…….زه نه غواړم واده وکړم ولي مي مجبوره کوي زه لا تر اوسه ماشومه يم او ميرمنتوب ته تياره نه يم


        پلار مي پرته له دي چي څه وه وايې له خوني ووتي زه په ډيره بيړه د پروين کره ولاړم څه ډول چي مي فکر کاوه هم هغسي مي جواد د پروين دپلار په کتابتون کي په لوستلو کي غرق و موندي هغه ته مي سلام ور واچه وي سر يې را پورته کړي هم هغسي چپ چپ يې ما ته وکتل په داسي ډول لکه د لمړي ځل لپاره چي څوک له يوه پردي سره مخ کېږي د سلام له ځوابه ولو څخه پرته يې را ته وويل:-


        تاسو ژړلي؟


        زما ستوڼي يوځل بيا را ډک سو په هق هق مي ځواب ورکړي :-


        ماته لاره را وه ښه يې مورو پلار مي غواړي چي په زوره مي وه يوه ليوني سړي ته ور واده کړي زه له هغه کرکه لرم ماته وه وايې چي څه وکړم ؟


        په داسي اواز لکه څوک چي د څاه له تله ږغېږي او اوز يې ډير تيت تيت اوريدل کېږي چي ريږديدل يې هم سم دم ښکاره کيدل يې وويل:-


        ميرمني له ازله سره دا چا په وس کي نه ده که ستا ازل داسي نه وي مور پلار دي ستا د ودولو توان نه لري او هغوي ستا ازل ته هيڅکله بدلون نسي ورکولاي .


        ما په چغه وويل:-


        تاسو په پرله پسي توګه له ازله ګډيږي کم ازل زما ازل هغه ازل دي چي مور او پلار يې راته جوړه وي او زه دهغوي له ارادي  څخه پرته زه بل کم ازل نه لرم .


        هغه په پوره ډاډ را ته وه ويل:-


        اشتباه کوي يوڅوک لوړ او لوي سته ستا د مور او پلار تر ارادي هغه څه چي موږ يې نوم نصيب قسمت او زل ايږدو .


        ومي ليدل چي له دي ځوان ليکوال سره مي په وسه نه ده پوره هغه هم زما سره کمه مرسته نسواي کولاي له ځانه سره مي پريکړه وکړه چي هيڅکله به واده کولو ته غاړه نږدم 



        ***



        دري نوري ورځي هم تيري سوي په دي دري ورځي کي مي مور و پلار پوره  پوره کوښښ کاوه چي ما واده ته تياره کي هغه ليوني تجار چي زما ټينګار يې ليدي غوښتنه يې تر يوي ورځي بلي ورځي ته پياوړه کيده هره ورځ يې زما له پلاره سره ليدل او په دي يې ټينګار کاوه چي ژر تر ژره زموږ واده وسوي مګر مور پلار مي په منځ کي حيران پاتي وه مور مي زما پله نيول او زما څخه يې دفاع کول او پلارمي په دي ټينګار کاوه چي زه بايد له بد ډوله ناصر سره واده وکړم دا موضوع زموږ په کور کي په يوي لوي لانجي بدله سوي وه هرکله چي به کورته راتلم کرار کرار به دهغوي د خوني ورته نږدي کيدم او خبرو ته به مي يې پټ غوږ نيوي چي ته صبر دوي څه وايې په دي ورځو کي مي يوه ورځ په حيرنتيا واوريدل او له هيښتيا په خپل ځاي وچه پاته سوم فکر مي کاوه چي خوب وينم او فکر مي کاوه هغه خبره چي ما واوريده له يوه خوب څخه پرته نور هيڅ نه وه مورمي ويل:-


        تيره ورځ يې تليفون کړي و د يوه ځوان ليکوال مرکه وه په مجلو او اخبارو کي ليکني کوي د اوس لپاره که کمه ګټه نه کوي خو راتلونکي يې ډيره روښانه ښکاره کېږي


        پلار مي وويل:-


        دا..دا……دا بيا ګوره دا يو کار لا هم پاته و زه به مي اوس لور وه يوه خيال پرسته انسان ته ورکوم و يوه شاعر ته نه پوهېږم ليکوالي او کيسه ليکل هم يو مسلک دي ،ټول بدن مي لړزيدي دتللو توان مي نه درلودي په ديواله مي لاس تکيه کي او له لويدلو مي ځان وه ساتي دا د جواد مرکه وه د هغه جواد مرکه چي مينه مي ور سره لرل او اوس هغه جواد ماته په مرکه راغلي و او اوس زما تر ټولو ستره هيله همدا وه چي په هر ډول کېږي دا واده بايد تر سره سي څو شيبي هغه سي له ځانه سره فکر کوي او يو دم مي فکر ته يوه خبره راغله په خپلو مغزو مي را قابو سوم او خوني ته ور ننوتم او مور او پلار مي هيښ هيښ ماته وکتل ما وويل:-


        ډيره بخښنه غواړم چي بيله اجازي مو خوني ته راغلم مګر بايد وويم چي تاسو غواړي چي زه بايد واده وکړم زه يوازي د جواد ميرمنه کيداي سم او کچيري دا وا ده درته منظور نه وي نو زه د عمر تر پايه څښتن نه کوم، د مور سترګي مي و ځليدي او د پلار مخ مي له ډيره قهره تک تور واوښتي 



        ***


        يو ه ورځ وروسته جواد د خپلو دو خوندو په ملتيا زموږ کره راغي مګر څه ډول چي ما لا له مخکي څخه اټکل کاوه پلار مي له هغوي سره ډير بد چلند کاوه له جواده يې درني او له عقله وتلي غوښتني وکړي له هغه يې کور وغوښتي موټر پيسي او شتمني يې تري و غوښته او جواد يې په ځواب کي سر ښورا وه او وه يې ويل:-


        بخښنه غواړم چي زه مو لور ته له ميني پرته نور هيڅ نسم ورکولاي او په ناميدي سر ټيټي زموږ له کوره ووتي دوي ورځي وروسته د پروين دي کره ولاړم او جواد ته مي وويل چي در سره مينه لرم او له تا پرته به له بل هيڅ چا سره واده ونه کړم جواد په هميشه ګي ارامي سره زما سترګو ته وکتل او وه يې ويل:-


        ودي ليدل چي له ازل سره څوک نسي جنګيدلاي  او وه دي ليدل چي ستا د ازل بدلول لپاره زما هڅي هم بي ګټي وي ،نور نو پوره مايوسه سوي وم غم له خپلي ټول بدرنګه لښکر سره زما د زړه کلا محاصره کړي وه او د خوښي د ښار ښايسته وګړو ته يې هيڅ اجازه نه ورکول چي زما د زړه کلا ته لاره وکي په دي وخت کي مي له ځانه سره يو ناڅاپه يو ډير حيرانونکي تصميم و نيوي يوه داسي تصميم چي يو ځوان به يې د خپلي ځواني په پړوا کي هيڅکله وه نه مني ما له ځانه سره تصميم و نيوي چي نړي هغوي ته پرېږدم چي تر خوښ دي هغوي چي خوند تري اخلي له پلاره سره مي په دي اړه له يوه چمه کار واخيستي ا ورته ومي ويل يوازي په داسي حال کي له ناصر سره واده کولو ته تياره يم چي په يوه بهرني هيواد کي د دري کلنو لپاره مسافرت وکړم پلارمي چي فکر يې کاوه نوره تسليمه سوي يم نو يې ومنل او زما د سفر ټول څه يې راته اماده کړل زه المان ته ولاړم او هلته مي د نرستوب زده کړي پيل کړه او له دري کاله وروسته چي د نرستوب سند مي واخيستي نو په يوه ليري روغتون کي نرسه سولم او پلار ته مي د يو ليک له لاري وويل:-


        ((خپل وطن تا مور او ټول تيرمي هير کړي او هيڅکله به نور در وه نه ګرځم ))


        په ليک مي د هيڅ ځاي پته ونه ليکل په حقيقت کي ما تير ځکه نه لرل چي ما له تيرو څخه ځکه کرکه درلودل چي تير و زه بدمرغه کړي وم په رښتيا کچيري موږ وګورو چي څوک له دښمن څخه تښتي نو د مور او پلار چغه کي او کور په لور ځغلي مګر زه له کوره تښتيدم او مور پلار مي دښمنان سوي وه نور مي غوښـتل چي د يوي راهبي په څير ژوند وکړم او يو داسي څوک وه اوسم چي دنيا نه پيژني او يوازي د د بي وزله ناروغانو خدمت وکړم او بس نور مي زړه له يوه زاړه او له ياده وتلي قبر څخه پرته هيڅ نه مګر يوه وروستي نښه چي مي لا تراوسه په دي مړه سوي زړه کي ژوندي وه هغه د يو ځوان ليکوال ديوه ازل سره په جنګ ليکوال د ميني نښه وه چي تر اوسه مي لا د ددي مړه زړه په يو کونج ځليدل اوږده کلونه يو په بل پسي تير سول ما له له خپله کوره هيڅ خبر نه درلودي هيڅ خبر مي له خپلي کورني نه درلودي زه په دي نه وم خبر چي مور پلار مي څنګه دي ژوندي دي؟مړه دي؟ له خپل جواده مي هيڅ خبر نه درلودي ما تر داسي اندازي خپل کور او کلي هير کړي وه چي اوس مي يې نخشه هم له ياده وتلي وه د شپي او ورځي مي پرته له ستړيا څخه کار کاوه او دشپي چي به کله کورته را تلم دونه به ستړي وم چي پرته له کم ځنډ به بيدي دلم يوه ورځ د لمر لويد پر مهال چي پرته له کم سببه د سړي په زړه خپګان اچوي له روغتونه را ووتم د روغتون د باغ وني بي اندازه ډيري ښي ايسيدي رنګا رنګ ژيړ،سره،زرغونه،نصواري او هر ډول ګلان ډير ښه ايسيدل د ونو پاڼي چي ژوند يې پاي ته رسيدلي و او د تيري شپي توند باد پر مځکه را رژولي وه زما تر پښو لاندي کيدو سره يې خش خش کاوه د روغتون وربه په احترم خپله کولا له سره پورته کړه او په داسي حال کي چي ور يې پرانيستي وه يې ويل:-


        ميرمني څو ساعتون کېږي چي يو سړي مو په تمه ناست دي،بخښنه غواړم اجازه مي نه درلوده چي هغه دننه روغتون ته در پرېږدم دلته په سړک درته ولاړ دي ،دا خامخا د ناروغانو له خپلوانو څخه کم څوک و چي غوښتل به يې د خپل ناروغ په اړه څه را څخه و پوښتي د روغتون له وره را ووتلم يو داسي سايه مي تر سترګو سوه چي فکرمي کاوه خوب وينم چي ماته کرار کرار را نږدي سوه او وه يې ويل:-


        پرواني!


        په حيرنتيا مي مخ ور واړاوه اه خدايه دا څه وينم مامي د خوب شاهزاده د خپل حسن باچا او دياد جانانه ملګري جواد په مخ کي ليدي جواد له خپلو ښايسته کوت کوت وريښتانو سره چي تازه سپين پري لګيدلي وه زما په مخکي ولاړ وو شاو خواته مي له پاملرني او ډار څخه پرته ځانه په غېږه کي  ور واچاوه دا مي هير کړي زه چي هغه يو پردي له ډيرو  کلنو وروسته مي دادي يو وطن وال يو دوست او خپل مين د سترګو په وړاندي ليدي پرته له دي چي زړه مي و غواړي په مخ مي اوښکي راغلي جواد مي په وريښتانو کي ګوتي ووهلي او وه يې ويل:-


        پرواني ارمه سه ټول خلګ موږ ته ګوري ارمه سه هيله کوم ،له هغه سره قهوه خاني ته ولاړم هغه شمارلي شمارلي هرڅه را ته وويل چي پر پلار مي د زړه حمله راغله مړ سو مور مي له ده سره ژوند کوي او له ده څخه اوس يو ستر ورځپاڼه چلونکي سوي دي چي په ټوله هيواد کي احترام کېږي هغه وويل څو مياشتي کېږي د المان ټول روغتونونه مي در پسي وکتل او څو دادي زه يې پيدا کړلم اوس چي زموږ ده واده تر ټولو سترخنډ(زما پلار ) اروښاد سوي غواړي موږ خپل واده تر سره کړو او بيرته خپل هيواد ته ستانه سو هغه وويل مور مي ټوله ورځ لاره څاري او وه وره ته يې دوي سترګي څلور سوي هغه خبري کولاي او ما اوښکي تويه ولي رښتيا هم زه د ډيره لويه چانسه برخمنه سوي وم اوس زه هم په دي باور وم چي ازل سته او ما په خپلو سترګو وليدل چي د ازل لاس زما تر مور او پلار ډير زوره ور دي ،وروسته له هغه ځايه را ووتو او په دي مو پريکړه وکړه چي زموږ کره ولاړ سو ترڅو زه مي کور هغه ته ور وه ښه يم له هغه سره په ملتيا زما کورته ولاړو هغه په ساعتونو ساعتو نو زما کتابون ،ديوالي انځور ګريو،انځورنو  او زما نور شان و کتل او دهغو په اړه يې فکر وکړ ساعت ته يې وکتل او وروسته يې وويل:-


        ښه پرواني زه نو نور ځم تاسو چي کله سبا روغتون ته ولاړاست نو خپله استعفا به مو وړاندي کړي او زه هم ځم چي ټکيس درته واخلم يولسو بجو ته به له خيره سره راځم بيابه ګډ له خيره سره د کور په لوري ځو او ها سبا ته به له خيره سره يو بل کار دا هم وکړو چي و ګورو کم شيان دلي خرڅ کړو او کم شيان له ځانه سره يوسو هغه ولاړي مګر زه تر سهاره يوه شيبه هم نه يم بيده سوي تر الايي سهاره مي چورتونه وهل ده ځان په اړه،د ژوند په اړه د تيرو په اړه ،دهغي لاري په اړه چي په مخ کي مو لرل او ددي په اړه چي وروسته له لسو کالو څخه موږ څنګه سره يو ځاي سو،سهار ته نږدي مي د کور ور وټکيدي له ځايه مي جسته را و غورځيدم او دوره په لوري ولاړم فکر مي کاوه جواد دي خو کله چي مي ور پرانيستي لکه څوک چي د بريښنا لڅ مزي ته لاس وروړي ولړزيدم په خپل ځاي کي وچه پاته سولم د کور په وره کي مي ولاړ کس ته حيران حيران کتل په لاسو مي سترګي و موږلي ځکه فکر مي کاوه خوب وينم هغه څوک چي په وره کي ولاړ و ناصر و هغه ناصر چي زه يې له لاسه له ژونده بيزاره سوي وم هغه ناصر چي له لاسه يې ما هرڅه مور ، پلار ، کور او وطن ورکړل هغه ليوني تجار چي لس کاله مخکي مي ليدلي و هغه په هغه خپل پخواني انداز را ته کتل ما په بنده بنده ژبه ورته وويل:-


        له ………له….له چا سره مو کار وو؟


        هغه په هغه ډول چي لس کاله وړاندي مي د پلار په کورکي ليدلي و ويل:-


        اه پوهېږي څونه درپسي وګرځيدم او دا دي اوس مي ته پيدا کړي ته بايد زما ميرمن سي پلار دي زما پوره وړي و او ته يې د پور په بدل کي ماته را کړي وي او وروسته يې زه له وره څخه پوري وهلم او کورته را ننوتي له بيرمي زړه له دربيدو دريدلي و او د بي هوښ احساس مي کاوه رښتيا هم دا سړي ليوني و هغه زما د حيرانو سترګو په وړاندي خپل کوټ وکښي او زما په کټ يې و غورځوي هغه لرګي چي ما دغڼو دجالونو د ټولو لپاره جوړ کړي و او په سرمي يې زاړه ټوکران تړلي وه يې را واخيستي او وه يې ويل:-


        ته …..ته چي زما څخه تښتي دلته راځي ددي کافرانو منځ ته زه اوس تاته درښيم چي ته بايد څه ډول زما امر زمني او له دي سره يې زه پر ملا په هغه لرګي ووهلم ما مي په ملا کي له زغمه وتلي درد احساس کړي په سترګو مي تور پردي راغلي ځان مي د کټ بل پلو واچاوه او په چغو سر سوم ليونيه احمقه زه تا نه پېژنم زه تا پوليسو ته په لاس ور کوم ته په زوره سره زما کورته راعلي يې ،هغه وخندل


        اهه اهه اهه پوليس پوليس   زه له هيچا نه ويره نه لرم زه له هيچا نه ډارېږم او بيا يې پرما حمله وکړه مګر مخکي له دي نه چي په لاس کي پورته سوي لرګي يې بيرته کښته راسي يو چا دشا له خوا ونيوي اه ……خدايه(ج) دا جواد و زما محبوب زما د ځيګر ټوټه چي په خاطر يې ما دنيا او هرڅه هير کړي وه هغه جواد مخکي هيڅکله نه و ليدلي او نه يې هغه پېژندي کله چي يې پر جواد سترګي ولګيدي نو وه يې ويل:-


        دا دا بيا څوک دي او دلته څه کوي؟


        جواد له ځنډه پرته يوښه ټيټه چپلاخه ووهي ناصر په لرګي پر هغه حمله وکړل هغوي يو له بله سره لاس او ګريوان سول ناصر تر جواد ډير زوره ور و دا چي جواد ډير ستړي هم و نو کله به چي ناصر واري پر کاوه هغه به يې ډير خوږاوه مګر هغه نه غوښتل چي ځان واچوي او جنګيدي ما له ځانه سره فکر وکړي کچيري کچيري دا لوبه همداسي جريان وه لري نو کيداي سي ددي ناپوه انسان له لاسه څخه زما جواد ومري دتليفون په لور مي ځغستل او د پوليسو اداري ته مي تلفون وکړي کله او له هغوي مي مرسته و غوښته او کله چي مي د پوليسو داداري د موټر ږغ تر غوږ سو په دي وخت کي جواد په يوه اړخ کي سر په لاسو نيولي وو او ناصر ساه شړل لرګي يې په لاس کي و او دهغه په لوري ورنږدي کيدي په دي وخت کي پوليس د کور دننه راغلل ناصر له هغوي سره هم لاسو او ګريوان سو چيغي او ناري يې وهلي او ويل يې :-


        دا نجلۍ زما ده، پلاريې پر ما خرڅه کړې، مګر پوليس دده په ژبه نه پوهيدل، هغه يې د خلكو د ازارولو، بې اجازې د خلكو کورو ته د ننوتلو او د يوه بهرني هيواد د يو نوموتي ليکوال، ورځپاڼه ليکونکي او د المان هيواد د يوه خاص ميلمه د وهلو په جرم بندي کړي. ما او جواد هم يو له بله سره واده وکړ او خپل کورته راغلو، نو له هغه وخته د ازل پر شتون باوري سوم.