کور / #PTM / د PTM روسيې د څانګي احتجاج ليک

د PTM روسيې د څانګي احتجاج ليک

په شمالي وزیرستان کې دپوځیانو وحشت او بربریت چې بې ګناه او پرامنه دخپل حق غوښتونکي پښتانه یې شهیدان ،زخمیان او دولس انتخاب شوي وکیلان یې دټولو وطني ،انساني او اسلامې قوانینو خلاف ونیول ،تششد یي پرې وکړاو جیلونو ته یې واچول .

یوه لورته دبلې خوا یې دانهمه روځ ده چې چې هلته یې کرفیو لګولې خلک دکورونو څخه بهروتلو ،دارو درمل او دخوراک څښاک رانیولو ته نه پریږدي.
دداسو کړو وړو مثال ددنیا تاریخ په خپله سینه کې نه لري هغه هم دیوه هیواد دپوځ لخوا دخپل ولس په مقابل کې. داډیر دشرم ځای او دټولو انساني او اسلامې قوانینو خلاف عمل دی .مونږ دخپل پښتون ولس سره د ریاست داپښتون دښمنه پالیسي چې دیوچا له لوري په لوي لاس پلان شوي او دعمل جامه وراغوندي په کلکه غندنه کوو.

د روسیې — مسکو ښار څخه دپښتون ژغورنې غورځنګ دڅانګې لخوا