کور / سياسي /  د امریکا او ایران ښکر په ښکر کېدل او افغانستان ته یې تاوان

 د امریکا او ایران ښکر په ښکر کېدل او افغانستان ته یې تاوان

لیکنه: ضیأ وصیل 

د امریکا او ایران اړیکي له د نولسمې پېړۍ له اواسطو پېل شوې دي او په ۱۹۴۴ کې بیا د سفیرانو په کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ ټینګې شوې،چې  په ایران کې پخوانی شارژدافیر والېس مورې (Wallace Murray) د امریکې د لومړني سفیر په توګه خپله دنده په ایران کې پیل کړه او دا لړۍ د ایران تر انقلابه وغځېده. د ایران له انقلابه وروسته کله،چې د ۱۹۷۹ کال د نوامبر په ۴مه نېټه د “پیرو خط امام” په نوم د محصلینو یوه خوځښت په تهران کې د امریکا پر سفارت یرغل وکړ؛ د ایران د انقلابی دولت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دښمنۍ پیل ته پلمه جوړه شوه.

پر ایران له څلوېښت کلن اقتصادي بندیز وروسته؛ اوس هم دواړه لوري یو بل ته پېغورونه ورکوي او یو بل په ناکامۍ تورنوي.

یو ځل د امریکا ولسمشر ویلې و،چې “د ایران انقلاب د دې هېواد د څلوېښت کلنې ماتې لامل شوی” په ځواب کې بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ورغبرګه کړې وه،چې” امریکا د ایران په ګونډو کولو څلوېښت کلن کې ماته خوړې ده “.

افغانستان هم له دې طعنو، له ګواښونو و د دواړو رقیبو هېوادونو له جنجالونو ډېر آرام ندی پاتې.

کله په هرات کې د سلما بند ته ګواښونه پېښوي،کله  اوبو په تړاو په فراه ولایت کې وسله والو ته د مرستې اوږه ورکوي،کله بیا د امریکا د برید په صورت کې د دې هېواد پر متحدینو د برید ګواښونه کوي.

امریکا هم د هر ممکنه ایراني خوځښت څارنه کوي؛ کله ورته وايي،چې ایران د اټومي وسلو د تر لاسه کولو په هڅه کې دی،کله له یوه نړیوال تړونه په شا کېږي او کله بیا سعودي ایران ته وربرګوي او تحریکوي یې او وايي،چې د سعودي د تیلو پر ټانکرونو باندې د برید تر شا د ایران لاس دی.

وروستی مورد بیا د عراق د پلازمینې بغداد په شمال کې د “بلاد” په نوم د امریکا هوايي ځواکونو په اډې د هاوان لګېدل دي.
او ښايي دا ټولې هڅې د دې لپاره وي،چې یا خو په خپله د خپلو متحدینو د خوندیتابه په پار پوځي اقدام وکړي یا حد اقل و یې ګواښي، یا به خپل عرب متحدین او هېوادونه له ایران سره ښکر په ښکر کړي او یا له دې لارې وغواړي هغه څه ثابت کړي،چې ایران ترې انکار کوي.

که څه هم د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا د سیمې وضعیت بدل کړی او امریکا د الوتکو د لېږ بېړۍ،بي ۵۲ الوتکې او نور پوځي تجهیزات په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړي دي،خو تېرو څلوېښتو کلونو ته په کتو؛د نړیوالو شننونکیو په باور امریکا به هېڅکله له ایران سره ښکر په ښکر نشي. په دې،چې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا له آریانا نیوز سره په ځانګړې مناظره کې د ایران او افغانستان اړیکو ته په اشارې؛ د ګواښ په توګه ویلې

“که ایران غواړي دلته(افغانستان کې)زموږ د کوښښونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي،زموږ غبرګون به ډېر منفي وي او افغانستان ته په کار ده،چې د امریکا او ایران له قضیې لیري واوسي.”

اوس افغانستان ته په کار ده،چې ایران ته هم دا قناعت ورکړي،چې د امریکا د حضور په پلمه دې د وسله والو ډلو له تخریبي فعالیتونو ملاتړ و نه کړي او پرېږدي،چې افغانستان له هر هېواد سره د خپل حق پر بنسټ اړیکې ولري او امریکا هم قانع کړي،چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې د افغانستان ګاونډي په ځانګړي توګه ایران او سیمې نورهېوادونه نه تحریکوي او دې ته دې یې نه هڅوي،چې د دوی د زړه نا زړه جګړې په اور کې افغانان وسوځوي.