کور / #PTM / منظور پښتين: ملګري ملتونه دي په خړ کمر کي د لوږي او خوراکي توکو د کمښت جاج واخلي

منظور پښتين: ملګري ملتونه دي په خړ کمر کي د لوږي او خوراکي توکو د کمښت جاج واخلي

د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا پر ولسي وګړو د ډزو وروسته هلته ګرځبنديز يا کرفيو لګول سوې ده.

د ځايي خلګو په خبره، په خړ کمر کي د ګرځبنديز له امله خلګ د لوږي سره مخ دي او کېدای سي بشري ناورين رامنځ ته سي.

لس ورځي وړاندي پاکستاني ترهګر پوځ  په خړ کمر کي شمالي وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ، چي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل.

د دغه پېښي وروسته ترهګر پوځ په سيمه کي ګرځبنديز لګولی دی او د خلګو پر کورونو چاپې وهي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي:

“په شنه خوړه او خړ کمر کي اوس هم کرفیو ده. ملګري ملتونه دي په سيمه کي د خوراک د کمښت خبر واخلي.  د پوځ لخوا پر ځايي خلګو فشار دی چي د علي وزير او محسن داوړ پرضد ويډيوبيان ورکړي. کرفيو او د چيکونو ودرول دوی ته سزا ورکول کيږي”.

https://twitter.com/manzoorpashteen/status/1139826087482011648

د پيپلز ګوند مشر فرحت الله بابر په ټويټر ويلي،

“اول ۱۳ کسان په مخامخ ډزو کي ووژل سول، اوس د ګرځبنديز او لوږې د لارې خلک وژني”.

https://twitter.com/FarhatullahB/status/1139960348495228928

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا جنرل سيکرټر سردار بابک ويلي،

“د سپريم کورټ څخه دا غوښتنه کوو چي په سيمه کي د لوږي څخه د خلګو د مړيني راپور بايد واخلي”.

https://twitter.com/babaksardar/status/1139983410359914499

د شمالي وزيرستان د خړ کمر سيمي اوسېدونکي وايي، چي د پاکستاني پوځ لخوا ګرځبنديز  لګيدلو وروسته ئې ژوند د سختو ستونزو سره مخ دی.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي دلته پر ګرځېدو بنديز لګېدلی دی، خلګ  له کوره بهر نه سي وتلای او د پوځ لخوا پر کورونو چاپې هم وهل کېږي.

خلګ وايي، چي نور نو د لوږي سره مخ سوي دي او که څه موده نور هم د ترهګر پوځ لخوا کرفيو يا ګرځبنديز دوام پيدا کړي نو د بشري ناورين سره به مخ سي.

په شمالي وزيرستان کي پر پي ټي ايم د ترهګر پوځ د بريد وروسته اوس په سیمه کي پاکستاني پوځيانو ګرځبنديز لګولی دی او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چي له کور څخه بهر ولاړ سي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي پوځ پر کورونو چاپې وهي، ځوانان او هغه ژوبل کسان له کورونو څخه باسي چي په خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا په ګوليو ويشتل سوي وه.

سيميه ايز خلګ وايي، چي د خوړو د کمبود سره مخ سوي دي او که چيري دا ګرځبنديز څو ورځي نور هم دوام وکړي، نو خلګ به له لوږي مړه سي.

پاکستاني پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او د موبايل پر خدماتو هم بنديز لګولی دی، خو ځيني کسان د غرونو له لاري خوندي سيمو ته رسېدلي دي، ترڅو د وزيرستان د خلګو حالت د ميډيا پر مخ بيان کړي.

د سيمي يوه اوسېدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي پوج د خلګو پر کورونو چاپې وهي، خلګ د ځان سره بياي او د کورونو پرده ئې ورماتوي.

پاکستاني پوځيانو وروسته له هغه په سيمه کي کرپيو ولګول چي د خړ کمر څخه تېرېدونکي د پي ټي ايم پر کاروان ئې ډزي وکړې او ۱۳تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

پاکستاني پوځ دوې ورځي وړاندي په قامي اسمبلۍ کي  د وزيرستان دخلګو استازی علي وزير ونيوی او د ترهګرۍ په ملاتړ ئې تورن کړ.

علي وزير داسي مهال ونيول سو، چي د پي ټي ايم د ملاتړو په کاروان کي جنوبي وزيرستان ته يوې غونډي ته روان وو.

وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان لومړی پاکستاني پوځ ډزي وکړې، چي ګڼ کسان ئې شهيدان او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل، وورسته ئې د علي وزير په ګډون ګڼ کسان ونيول.

د يادي پېښي وروسته پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او موبايل بنديزونه لګولي دي او خلګ نه پرېږدي چي سيمي ته تګ راتګ وکړي.