کور / راپور / ولسمشر غني د سولي او نورو خبرو اترو لپاره لندن ته روان سو

ولسمشر غني د سولي او نورو خبرو اترو لپاره لندن ته روان سو

افغان ولسمشر اشرف غني نن د يو لوړپوړي هئيت په مشری بريتانيا ته روان سو.

نوموړی به د بريتانيا د چارواکو سره د افغان سولي او د دغه هيواد سره د افغانستان پر دوو اړخيزو اړيکو بېلابېلي ناستي ولري.

د ولسمشر وياند شاحسين مرتضوي وايي، چي په دغه ليدنو کتنو کي به ولسمشر غني په افغان سوله کي د برتانيې پر رول هم خبري اتري وکړي.

مرتضوي وايي”په دې سفرکي به چي د انګلستان هېواد په رسمي بلنه ترسره سو د انګلستان له بیلابیلو چارواکو په ځانګړې توګه د هغه هېواد له صدراعظمې، بهرنیو چارو وزیر، دفاع وزیراو د پارلمان له غړو سره د دوه اړخیزو اړیکو او دسولې په پروسه کي د هغه هیواد درول په تړاو به بحث او د نظر تبادله کیږي”.

تمه ده چي ولسمشر غني به  په دې سفر کي د افغانستان او انګلستان ترمنځ د سه شنبې په ورځ د کرکټ کیدونکې لوبي څخه له نږدې لیدنه وکړي.