کور / د ډيورنډ کرښه / پاکستاني  مکارۍ ادامه لري!

پاکستاني  مکارۍ ادامه لري!

 ليکنه: دوکتور صلاح الدين سعيدي
د امریکې  د  بهرنېو چارو وزیر پمپیو وایي چې   نړېوالې قرضې  ورکول یې پاکستان ته ځن‌‌‌‌‌‌ډولې دي.
یو افغان سیاسي مبصر لیکي چې ددې په مقابل کې پاکستان پر کنړ او نورو افغاني سیمو کې ګولۍ او راکټونو اورول تشدید کړي دي.
داسې  نه ده د پاکستان د اغزن تار او د پاکستان د راکټونو سلسله  او د افغان کابل حکومت سکوت  ټول د امریکې په مصرف او د امریکې ترهدایت او فشار لاندې دي.
ددې خبرې مستندات زیاد دي خو یو څو یې در شمارم:
•د افغانستان د جمهور رئيس ارشد سلا کار   مصدق او یا مصداق   تلویزيوني  اظهارات  تقریبا لس میاشتې مخکې
• د پاکستان  د جنایتکاره  جنرال  زید حامد  تلویزیوني اظهارات چې په همدې استقامت او د راکټو په زور ددې سیمې خلک شړي او دلته پاکستان په خپله خوښه خپل سرحد او 50  کیلو متري  بفر   زون جوړوي
• د بروکسل د سفر د  جمهور رئيس اشرف غني  اظهارات په همدې مفهوم په خصوصي ناسته کې  زما یو دوست ته چې څنګه  اوږه په  اوږه ناست دی او همدا آواز ور رسوي چې دا ولې کیږي؟ جناب جمهور رئيس د نړېوالې ټولنې نه  ( یعنې امریکې نه ) سر ټکوي.
مکار پاکستان ساده  امریکایانو ته قناعت ورکړای چې دا کارونه ستاسې په ګټه دي او مونږ دې خدمت کوو. دوکه، دوکه، دوکه او د امریکې د احمق سازۍ سلسله د پاکستان لخوا ادامه لري.
• کابل کې د لس میاشته مخکې  امریکایی جنرال اظهارات چې د سیاسی او اقتصادي نور فشارو نه جدا زمونږ او د پاکستان د پوځ علایق او روابط ادامه لري.
• طالب دې پوه شي چې د پاکستان د سرحد مسأله، د اغزن تارن او د افغانستان په کوم گو‌‌‌‌‌‌ډاګي مشر د پاکستان او افغانستان په سرحد د اعتراف تحمیل نه روسته به پاکستاني مرتد او فاشیست پوځ د افغانستان په غوښتنه د طالب ټول مشران حتی که افغان لوري غوښتي وي  د خپلې نیا سره د افغانستان جانب ته وسپاري او د افغان لوي او یا د امریکې دا غوښتنه پوره کړي.
طالب سمبول دی او د یو څو مشرانو نومونه دي. د طالب اوسنی سرباز او خود کش د ای اس ای لخوا تنظيم او د عمل لپاره افغانستان لېږل کیږي. طالب رور دې په دې خبر وی چې عمل کې د پاکستاني اهدافو او موخو سوټی ګرځېدلای او دا تأریخي او د الله ج لخوا مواخذه لري.
 زه نه د کابل  افغاني حاکمیت او نه د شمال او نه د جنوب پلوی کوم. ره د سولې او استقرار او افغانستان کې د افغان، د اسلام او افغانستان ته خدمت غواړم او دا په روان امریکایی، پاکستاني، طالبي او د زور او زر نوکر سیاسیونو له لارې او اوسني تګلارې نه شي کېدای. ددې تراژېدۍ د ادامې پړه په ټولو دغه خواوو لږ او یا زیاد ده.
پاکستان که د طالب د سر قیمت له امریکې  او کوم ګو‌‌‌‌‌‌ډاګي راتلونکي جمهور رئيس نه تر لایه کړ نو بیا نورې برنامې او سیمه ایز ابر قدرتي خیالات او هلې ځلې به یې ادامه لري او دا د پاکستان په نامه د ناسور زخم او سرطاني غُده بې له اساسي چارې چې له بېخه پرې کول دي، بله چاره نه لري او بل د حل لار نه لري.
 امریکې او نړۍ ته په کار ده چې د د روان پښتنو ، بلوڅو، سرایکو او سندهیانو ملي  او آزادۍ مبارزو سره مرسته وکړي او یا اقلا د پاکستان د استابلشمنت سره د مرستۍ سلسله بنده کړي تر څو د دې سیمې د روانو مبارزو او هڅو په سلسله کې دلته ملتونه خپله په خپل سرنوشت او منابعو   د خپلو واحدو په جوړولو د یو ستر سیمه ایز واحد په جوړولو د ملتونو د حاکمیت دور ته ورسي.
ایالات متحدهء امریکا، ایالات متحدهء اروپا، ایالات متحدهء آسیا او یا د اول لپاره واړه  اداري واحدونو نه شي جوړېدای؟ زه باور لرم چې هو جوړېدای شي.
نو  ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي د پردې دېخوا تصویر د پردې هغه خوا تصویر سره سر نه خوري او مونږ سادګان په خپلو اعتمادو کې سخت غولېدلي او ګمراه کړای شوي یو.
بې پایانه پای
‌‌‌‌‌‌ډاکټر صلاح الدین سعیدی
۱۶/۰۶/۲۰۱۹