کور / راپور / پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز د پاکستان حکومت ضد نوی ايتلاف جوړوي

پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز د پاکستان حکومت ضد نوی ايتلاف جوړوي

د پاکستان پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ګوند غواړي په ګډه د پاکستان حکومت ضد ايتلاف جوړ کړي.

په همدې موخه نن د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو او د مسلم ليګ نواز ګوند مشري مريم نواز په لاهور کي سره وکتل.

دواړو لوريو پر دې موافقه وکړه چي د پاکستان د برحاله حکومت پر ضد به د اپوزيسون يو اتحاد جوړي او ګڼ شمېر نور ګوندونه به هم په دغه اتحاد کي را داخلوي.

د پنجاب لاهور ښار سره نږدې جاتي امرا کي، بلاول بهټو د مریم نواز په بلنه، د دوی په کور کي دا ملاقات کړی دی. د رپوټونو له مخه، په دې ملاقات کي د حکومت پرضد احتجاج، د سترې محکمې او سند هائیکورټ د قاضیانو پر ضد ریفرېنس، د احتساب ادارې لخوا د مخالفو گوندونو په مشرانو مقدمې جوړولو په هکله خبرې سوې دي.

تېره ورځ د پاکستان د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلي و چي حکومت په بجټ کي، مالدارو خلکو ته گټې ورکړي دي او غریبان یې نور هم ځورولي دي، او دا “یو پاکستان نه، بلکي دوه پاکستانه دي”. بلاول زیاته کړه چي پیپلز گوند به د دغو غلطو معاسي پالیسو پر ضد آواز پورته کوي.

دا پر داسي مهال ده چي د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري دواړه په زندان کي دي.

پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي او سياسي کړکيچونو سره مخ دی او دې چاري حاکم ګوند تحريک انصاف ته سرخوږی پيدا کړی دی.