کور / راپور / کرکيټ: هند په ۸۹ منډو له پاکستان څخه لوبه وګټل

کرکيټ: هند په ۸۹ منډو له پاکستان څخه لوبه وګټل

د کرکيټ نړيوالو سيالو په لړ کي تېره ورځ د دوو سيالو هيوادونو هند او پاکستان ترمنځ کرکيټ لوبه وسوه، چي هند په ۸۹ منډو دا لوبه وګټل.

د هند کرکټ ټیم لمړی توپوهنه وکړل، روهت شرما او ایل رلهول په ګډه ١٣٦ منډې جوړې کړلې.

 هند پاکستان ته په ٥٠ اورونو کې د ٣٣٦ منډو هدف وټاکه.

پاکستان د دغه منډو پوره کولو لپاره چې کله توپوهنه پیل کړه نو لومړی لوبغاړی یې ډیر ژر وسوځیده.

د پاکستان لخوا فخر زمان او بابر اعظم ښه لوبه وکړه خو د بابر اعظم د سوځیدو نه وروسته هند ډیر ژر د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول.

لوبه د ۸۹ منډو په توپير د هند په ګټه تمامه سوه.