کور / #PTM / ترهګر پوځ په پښتني سيمو کي ولي وحشت خپروي؟

ترهګر پوځ په پښتني سيمو کي ولي وحشت خپروي؟

د پاکستان ترهګر پوځ په پښتني سيمو کي په پراخه کچه وژني، تښتونو او ظلمونو ته زور ورکړی دی.

پوځ تازه په تازه د شمالي وزيرستان ځيني سيمي تر سخت فشار لاندي راوستي دي، چي په دې کي ګرځبنديز، د خلګو پر کورونو چاپې وهل، د خلګو بې عزته کول د هغوی وژل او هرڅه پکي شامل دي.

پاکستاني پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ د رامنځ ته کېدلو سره هممهاله ډېر وارخطا سوی دی او غواړي چي د پي ټي ايم د فعاليتونو د مخنيوي لپاره د بېلابېلو لارو چارو څخه کار واخلي.

په دې وروستيو کي ئې د پي ټي ايم بې شمېره غړي او مشران  ونيول او پرته له کوم ثبوت څخه په زندانونو کي پراته دي.

علي وزير، محسن داوړ، ملابهرام اخوند او ګڼ شمېر نور فعالان لاتراوسه په زندانونو کي دي.

کله چي ترهګر پوځ شمالي وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې چي په پايله کي ئې ۱۴ تنه شهيدان کړل او تر ۴۰ زيات نور ئې ژوبل کړل، ورسره ورسره ئې د پي ټي ايم مخکښ علي وزير هم ونيوی او د سختو شکنجو او ربړونو وروسته ئې د پېښور مرکزي زندان ته ولېږي.

همداراز محسن داوړ او ملا بهرام اخوند هم ونيول سول او په زندانونو کي شپې سبا کوي.

پاکستانی پوځ غواړي په دې سره د پي ټي ايم فعاليتونو ته ضربه ورکړي او د هغوی ږغ خاموش کړي، خو د پښتنو د کلتوري شاليد او د پي ټي ايم غورځنګ اصولو ته په کتلو داسي فکر کېږي چي پوځ په خپله دغه پاليسي کي ناکام دی.

د پي ټي ايم ږغ د يو څو محدودو کسانو اواز نه دی، بلکي دا د زرګونو هغه پښتنو ږغ دی چي د پاکستاني ترهګر پوځ لخوا ئې د کورنۍ غړي وژل سوي دي، بې عزتي ئې سوې ده، پوځ ئې ماشومان په ماينونو کي الوځولي دي، ښځي ئې بې عزته کړي دي، کونډياني کړي ئې دي او کورنه ئې ور وران کړي دي.

پي ټي ايم غواړي چي د زرګونو هغه کسانو پوښتنه وکړي چي د پاکستاني اجنسيانو او پوځ لخوا لادرکه سوي دي.

د همدې حساب او کتاب څخه د وېري په خاطر اوس پوځ هڅه کوي د پښتنو په سيمو کي وېره خپره کړي، هغه کسان په نښه کړي چي د خپل قام لپاره د خير ښېګڼي اواز پورته کوي او د پښتنو د پرمختګ او پوهولو فکر ولري.

د پښتنو سره د پاکستاني رياست او پوځ دا ډول چلند به خپله پوځ ته زيات زيان ولري او همدا چاره به د پښتنو د ازادی او پرمختګ لپاره يو ډېر ښه چانس په لاس راوړي.

د محکوم هيواد د ازادۍ په هيله.

.