کور / سياسي / بهرنيان رخصت او خپله اردو پياوړې کړئ – قلموال

بهرنيان رخصت او خپله اردو پياوړې کړئ – قلموال

ملي اردو او ملي پوليس ديو هېواد دملاتير بلل کېږي او د ملا دتير له شتون پرته ژوند ناممکن وي کوم هېواد چي ځواکمنه اردو او ويښ پوليس ولري نو هم دپرديو له يرغل او اشغال څخه په امن وي او هم يې خلک ډاډمن، هوسا او سوکاله وي.
  زموږ خوږ هېواد افغانستان هم د غويي تر شومې او بدمرغې کودتا څخه وړاندې منظم  اومجهز  اردو او قوي پوليس او ژاندارم درلود  چي له بده مرغه څه  دکورنيو بې کفايته چارواکيو او څه  هم د بهرنيو  هوښيارو دښمنانو له لاسه له منځه ولاړ. همدا د منظم اردو او پوليسونشتوالى و،چې هېواد مو د قوماندان سالارۍ او ملوک الطوائفۍ، منګولو ته ولوېد،لومړى ځل پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله دا سهوه وکړه چي اردو ته يې پاملرنه کمه   اوپر شخصي ملېشو يې اتکا وکړه، ده به هغه څوک  ډېر نازاوه چي ډېرې بې کولتوره شخصي ملېشې ولري .
  تر ده وروسته  خو دتش په نوم مجاهدينو په کوڅه واکي  او ائتلافي حکومت کې  هېواد دومره ملېشه سالارۍ او قوماندان سالارۍ ته وسپارل شو چي دمنظمې اردو نوم هم له خلکو هېر شو او ان  بېچاره جمهور رئيس  به هم اړ شو چي خپل قوماندان ته  چي ملېشې يې لرلې التماس وکړي  او هره روا او ناروا غوښتنه يې ومني. که څه هم د بن په پرېکړو کښي د اردو او پوليسو تشکيل او جوړښت ته پام راواوښت خو په غونډه کښي دمتخصصو ، تجربه لرونکيو، کارپوهو او فني اشخاصو د نه شتون او په  دې غونډه کښي هم دملېشو دخاوندانو داغيز او غوښن حضور  او دافغانستان روانو پېښو ، حالاتو او راتلونکي ته دپوره دقت دنشتوالي له امله د اردو او پوليسو په اړه  داسې پرېکړې وشوې چي هېڅکله هم دافغانستان او نړۍ په ګټه نه وې، موږ يوازې په اوسنيو جګړه ييزو حالاتو کې  دهغه وخت داردو ټاکل شوى شمېره کمه نه بولو ، بلکې دبن دپرېکړو د وخت شرايط په پام کښي نيسوځکه چې  دوى به وايي چې   القاعده او طالبان خو ختم وو او موږ هم له منځه تللي بللي وو، نو ځکه موکمه شمېره  بس وګڼله، خو  موږ وايو چي داشمېره  په هماغه وخت  کښي هم کمه  وه، دبن په  پرېکړو کښي راغلي وو چي افغانستان به  په خپل تشکيل کښي اويا زره ملي اردو او دوه شپېته زره ملي پوليس ولري او دا شمېره به په شاوخوا پنځوکلونو کښي روزل کېږي .
  خو که دافغانستان جيوپولتيکي او سوق الجيشي موقعيت او اداري وېش ته وګوري نو په زغرده ويلاى شو چي دا شمېر په هېڅ صورت ددې هېواد لپاره  نه بس وو او نه دى .
  افغانستان همدا اوس ٣٤ ولايتونه اوشاوخوا ٣٦٤  ولسوالۍ لري اوځينې ولسوالۍ هم د مساحت او نفوسو له مخې له ولايت څخه کوچنۍ نه دي، همد اراز افغانستان  له پاکستان سره شاوخوا ٢٤٣٠   له ايران سره ٩٣٦ او له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ٢٠٨٧ اود چين له  ولسي جمهوريت سره  ٧٦ کيلو متره  صعب العبور او غرنى سرحد لري چي داټول شاوخوا٥٥٢٩ کيلو متره کېږي همداراز په افغانستان کښي دبن د پرېکړو تر مهاله  هم ٢٥ کلنه جګړه تېره شوې وه، اکثره ذهنونه جنګي او ياغي  او باغي وو ، نيم ولس وسلوال و، جنګي ډلې له خپل جنګي کولتور ،٥ کلن انتظار او چور چپاول ته په پوره اشتياق  مطرح او دواکمنېدو په درشل کښي وې او دا قوي اټکل و چي ددې ډلو او ددې سرطان  دله منځه وړلو لپاره هرومرو ملي اردو او ملي پوليس په کار دي نو ايا په داسې موقعيت او داسې شرايطو کښي اويا زره اردو کفايت کاوه ؟
   زموږ ګاونډى هېواد پاکستان وايي چي يوازې له افغانستان سره په خپل سرحد يې اتيا زره روزل شوي اردو ځاى پر ځاى کړې ده او موږ دې ټوله اويا زره اردو ولرو .
   خير په هر حال ، اوس خو افغانستان له نويو چيلنجونو او نويوګواښونو سره لاس او ګرېوان دى نو يو جګړوپکې اور بل کړى ،حالات اوښتي، دجګړو،  نښتو اور او باروتو سيورى پر ټول افغانستان خپور دى، اود بن د غونډې د ګډونوال افغاني پلاوي سربېره نړۍ هم دافغان اردو په اړه ددوى د حدس او تخمين پر اشتباه پوه  شوي نو اړينه ده چي نوي بېړني ګامونه واخيستل او  نوې ژوره ستراتيژي جوړه شي .
  د ګامونو مانا دا نه ده چي بهرني پوځيان دې ډېر او يا دې بهرنيان په ښو وسلو سمبال کړل شي ، بلکې د ژورې ستراتيژۍ او پخو ګامونو مانا دا ده چي که بهرنيان په رښتيا هم په افغانستان کښي د جګړو پاى او ارامي غواړي نو دافغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو تشکيل دې ډېر او په هر ډول پرمختلليو وسلو دې سمبال کړل شي، همداراز له مخالفينو سره دې له هرډول استثنى پرته  خبرو او تفاهم ته کېني له دې پرته بله چاره نه شته، افغان ولس فطرتاً  په خپل هېواد کښي د بهرنيو ځواکونو شتون زغملاى نه شي .
  دافغان ملي اردو او ملي پوليسو پياوړتيايوازې دافغانانو او افغانستان په ګټه نده، بلکې دا نړيوالو ته هم سياسي ، ټولنيزې، کولتوري او اقتصادي ګټې لري، د بېلګې په ډول، بهرنيان دافغانانو پر عنعناتو، کولتور ، مذهب او دود او دستور نه پوهېږي، چي په افغانستان کښي ستره ستونزه هم همدې نه پوهېدا او همدې ارزښتونو ته نه پاملرنې راپيدا کړې ده او که څوک پر حق سترګې پټې نه کړي نو تر نيم ډېر وسلوال مخالفين همدې فکتور مخالفت ته وهڅول او غرونو ته يې وخېژول ، له دې کار سره به دې لړۍ ته دپاى ټکى کېښودل شي .
  سياسي ګټه يې ورته داده چي داددوى لپاره لوى برى ګڼل کېږي چي يو متحده هېواد يې ددې جوګه شي چي هم له ځانه ددفاع توان  ولري او هم د امريکا، ناټواو دهغوى دهمغږو غړيو له د ښمنانو سره په يوازې توګه د مقابلې وس ولري او ددوى په لاس روزل شوي بازان   ورته ښکار وکړي . همداراز ديرغلګرو او تېرى کوونکو نوم به هم ترې لرې شي  چې   اوس پرې نښتى دى، د نورو دپروپاګند مخه به هم ونيول شي ،ځينې به افغانستان دار الحرب هم نه ګڼي او … دلته مېشت بهرني به هم  ستانه شي اوپه خپل کور اووطن کښي به  ارام ژوند وکړي، دلته به نه وژل کېږي ، نه ټپيانېږي او نه نيول کېږي .
  اقتصادي ګټه يې ورته داده چي دلته  دمېشتو بهرنيو عسکرو اړوند هېوادونه په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالات اړ دي چي پر خپلو پوځيانو ډېر لګښت وکړي په منظمه توګه يې نظامي او لوژستيکي اکمال کړي چي دا لګښتونه ددوى لپاره ملاماتوونکي او دنه زغم تر حده  دي. باور دى چي که هغه ٦ مياشتينى لګښت چي دلته پر مېشتو بهرنيو سرتېرو کېږي دافغان اردو او پوليسو پر روزنه او تجهيز وشي نو افغانستان به په کم وخت کښي دوه نيم لکه منظم، مجهز او ويښ اردو ولري او له دې پلوه به بالکل پر ځان ويسا وي،.
    دا اردو به خپل سرحدات هم وساتلاى شي دهېواد  د بهرنيو او کورنيو دښمنانو چي نن سبا يې رنګ رنګ نقابونه پرمخ غوړولي او جامې يې بدلې کړي   مخه به هم ونيسي ،دپرديو پوځونو  داحسان له  ملامتوونکي پيټي څخه به مو هم خلاص کړي دا يوه منل شوې حقيقت دى ،لکه څرنګه چي ځينو رسنيو او سياسي شنونکيو خبر ورکړ دلته ديو بهرني عسکر ورځنى لګښت د کورني عسکر له ورځني لګښت څخه سل چنده ډېر دى !!   او داهم حقيقت دى چي اوس بهرني  عسکر په جګړو کښي کورني  عسکر تر ځان مخ ته کوي او د ماين مرمۍ، ځانمرګي بريد او نورو بريدونو مخې ته دوى وړاندې کوي، د جګړې ډېر بوج هم پر کورنيو عسکرو دى ، مالي او ځاني تلفات هم دوى ته ډېر اوړي اوس نو دلته هماغه متل ښه صدق کوي  چي (( تورې دې لالا وهي مړۍ دې عبدالله وهي ))
  موږ يو ځل بيا پر نړيوالو غږ کوو چي راځئ دافغان ملي اردو او ملي پوليسو شمېره ډېره کړئ، همدوى وروزئ، همدوى سمبال کړئ، پر همدى باور وکړئ، له مخالفينو سره دجګړې پر ځاى سوله وکړئ دا دهر افغان غږ دى، داد ولسمشر کرزي، دافغانستان دپارلمان او آن دا دمخالفينو غږ دى. راځئ   دافغانستان لپاره بې پلوه نا پييلې په رښتيني  مانا ( ملي) اردو او (ملي) پوليس وروزئ، داسې اردو چې  دجنګي ډلو ،زورواکو او ټوپکسالارانو له واک او انحصار څخه وتې وي، هر افغان پکې خپل شتون محسوس کړي، باور پرې وکړي او تسل يې پرې شي. دا د بري يوازينۍ لاره ده او بس .