کور / راپور / د ټکر په پېښه کي د پاکستاني پوځ دوه سرتېري وژل سوي او څلور ژوبل دي

د ټکر په پېښه کي د پاکستاني پوځ دوه سرتېري وژل سوي او څلور ژوبل دي

تېره ورځ د شمالي وزيرستان په سيدګي سيمه کي د پوځ ګاډۍ د يو ټېلر سره ټکر سوی چي په نتېجه کي ئې دوه پوځيان وژل سوي او څلور نور ژوبل دي.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه چي ميرانشاه ته پر لار يو ټېلر موټر د پوځ د ګاډي سره ونښتی،چي سمدستي پکي دوه پوځيان ووژل سوه او څلور نور ژوبل سوه.

په ژوبلو کسانو کي د دوو حالت نازک ښودل سوی دی.