کور / علمي / زما ژوند جد و جهد / د باچا خان د ژوندليک لنډيز – ۱ برخه

زما ژوند جد و جهد / د باچا خان د ژوندليک لنډيز – ۱ برخه

ليکونکی: عبدالجبار فراز

هغه وخت پښتنو د خپلو اولادونو د زوکړي نېټې نه لیکلې. ما ته به مي مور ویل چي ته د مشر ورور(ډاکټر خان صاحب) د واده په کال(۱۹۰۱م) د یوولسو کالو وې، نو له دې حسابه زه په ۱۸۹۰م کي پیدا سوی یم. زموږ کورنۍ روڼآندې کورنۍ وه، هم ښځو ته په جایداد کي د حق ورکولو طرفداره وه، هم یې په خپله خوښه مېړونو ته ورکولې او هم یې له زدکړو نه بې برخي کولې. اکثرو ښځینه غړو مو لوړ تحصیلات کړي دي. پلار مي بهرام خان نومېد، د کلي خان وو او خلکو مشر خان باله. ډېر خاکسار، خدمتي او خراباتي انسان وو. تل به یې د نادارانو لاسنیوی کاوه. چي جومات ته به کوم بېکسه مېلمه راغی، نو پلار به مي په خپل لاس د هغه د خوړو او بستر غم خوړ. کله ناکله خو به داسي هم پېښېده چي سهار به هغه مېلمه بړستن هم له ځان سره وړې وه او پر خپله مخه به تښتېدلی وو.
پښتنو ته هیڅ پردي دومره زیان نه دی اړولی لکه خپله پښتنو. زما سره به اکثره دا پوښتنه وه چي پښتانه دومره ستري پاچهۍ او حکومتونه جوړوای سي، خو پاللای یې نسي. ولي؟ دا په دې چي په دوی کي ټولنیز ژوند، قومیت او اتفاق نه وو. که به یو پوه کس پکښي پیدا سو، دوی به یې د یوه جابر له غلامۍ خلاص کړل او لویي-لويي کارنامې به یې وکړې، نو د هغه له مړ کېدو سره جوخت به یې پاته کسان یو پر بل سره راوغورځېدل او د واک لپاره به یې هر څه په اوبو لاهو کړل. په عوامو کي هم د قامولۍ احساس نه وو چي مشران یې له غلطي لاري راګرځولای، یا یې ناپوهو او ځانغوښتونکو مشرانو ته موقع نه ورکولای او پر پوهو، پاکو او مخلصو مشرانو یې امین کولای.
زه د کورنۍ کشر او طبعن نازولی وم. ما به هر څه په زور و نخرو غوښتل. مور به مي هر ناز راپوره کاوه. ان که به مي د غلو-دانو له ګودامونو غلې په پټه وړلې او ګیر به سوم هم به یې څه نه راته ویل. داسي یې باید نه کولای. مور د ماشوم لومړنۍ ښوونکې ده. یوه مور هم ماشوم سمولای سي هم یې خرابولای سي. زما د مور زما سره دومره مینه زه غلا ته هم هڅولای سوم.
د پښتنو په دودیز جرګه يي رواج کي پرنګیانو قصدن نور سیسټمونه ورګډ کړل تر څو خلک د ټولنیزي بې عدالتۍ په منګولو کي راایسار کړي. له بلي خوا یې ملایان وډار کړل چي که پښتنو زدکړي وکړې او پوه سول، نو ستاسي راج به ختم سي. همدا وجه وه چي هر چا به پښتانه د رڼا خوا ته بېول، ملایانو به د کفر یا وهابیت ټاپې پر لګولې او سپکول و وژل به یې. په خلکو کي هم د ښه و بد بېلولو شعور نه وو او د خدای له ډاره یې د هغوی امر مانه. انګرېزانو پنجابیانو ته پرمختللي ښوونځي پرانیستي ول، خو د پښتنو مکتبونه یې په لوی لاس ډېر پسپاته ساتلي ول. کلي کي زموږ ګوزاره ګرانه سوه. زه پېښور کي ښوونځي ته ولوېدم. دې کار که ګټه لرله نو تاوان یې هم درلود. کلي کي چي هر څه وو معلم مو پښتو ویله. دلته په پردۍ ژبه ګړېد. د یوه ماشوم لپاره پر یوه وخت هم زدکړي کول هم پردۍ ژبه زده کول ډېر سخت وي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان