سوله په مسکو او دوحه نه، وطن کې ده
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: محمد بشير يوسفزی
سوله د افغانانو هغه ورکه ده، چې افغان سیاسیون یې په مسکو او وسله وال طالبان یې په دوحه او د تړلو دروازو تر شا د امریکایانو په جیبونو کې لټوي، مګر سوله په وطن کې ده، سوله د ولس په منځ کې ده، سوله د ګران وطن په غرونو او رغونو کې ده، سوله زموږ په بانډو او ښارونو کې ده، مګردغه سوله همدغو وسله والو په خپلو وحشتونو زموږ د هیواد له غرو، رغو، ښارونو او بانډو څخه کټولې ده.
سوله له امریکایانو سره په مذاکراتو نه، بلکې سوله د خدای امر ته له تسلیمېدو، د افغان ولس سولې ته له درناوي او له خپلو جنایتونو او وحشتونو څخه په توبه اېستلو راځي. سوله په دې نه راځي چې په پاکستانۍ الوتکه کې سپور شه، په دوحه او مسکو کې را کوز شه او بیا د تړلو دروازو تر شا له روسانو او امریکایانو څخه د افغان وژنې په بدل کې د امتیاز په سر چنې ووهه، سوله په دې راځي چې ولس ته مراجعه وشي.
ولسمشر غني هم څه موده وړاندې خپلو مخالفینو او وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې سوله په وطن کې ولټوئ، د سولې کیلي همدلته ده، خو دا کیلي د هغه چا په لاس کې ده چې دوی فکري او فزیکي ازادي نه لري، دوی د پردیو په لاسونو کې ښکېل دي، د هغوی ډول ته ګډېږي، له وطن او ولس سره په جنګ دي او یوازې د پردیو توطیطې، برنامې او اجنډاوې تطبیقوي.
که وسله وال طالبان په رښتیا هم د سولې غوښتني وي، نو د دوحې او مسکو په ځای دې کابل، پکتیا، خوست، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او یا بل هر ولایت چې د دوی خوښ وي هغه ځای دې انتخاب کړي. د تړلو دروازو پرځای دې په رڼه میدان کېني، د چنو وهلو او امتیاز اخیستلو پرځای دې خپلې غوښتنې، شکایات او اختلافات رامخې ته کړي، د ولس په حضور کې دې له افغان دولت سره خپل مسایل شریک کړي.
د مسایلو د حلولو او د ستونزو د شاربلو لپاره دې پلاوی وټاکي، داسې پلاوی چې هم د مذاکراتو صلاحیت ولري، هم یې مهارت ولري، هم د ولس او وطن خواخوږی وي او هم د خدای اوامرو ته ځان تسلیم وګڼي، له پردیو او شخصي ګټو څخه د وطن او ملي ګټې معتبرې وبولي او په پوره اخلاص او صداقت په مسایلو بحث وکړي، یا مقابل لوري ته قناعت ورکړي او یا هم په خپله قناعت وکړي.
که چېري وسله وال طالبان او افغان سیاسیون یا د دولت مخالفین دغسې مذاکراتو ته چې هلته بهرنی او مالي امتیازات نه وي حاضر شول، نو همغه شیبه به سوله هم راشي، ثبات به هم راشي، یو پر بل باور به هم راشي او یو بل ته درناوی به هم موجود وي. تر هغو چې وسله وال طالبان خپل استقلال ثابت نه کړي او له تروریستي ډلو، ګروپونو او له بهرنیو اړیکو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، نو سوله به همداسې یو خوب او خیال وي او ولس به سرګردانه وي.