کور / سياسي / زموږ مېړنیو ځواکونو خلکو ته د ژوند هیله ورکړه

زموږ مېړنیو ځواکونو خلکو ته د ژوند هیله ورکړه

ليکنه: محمد روښان ښاد 

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په داسې حال کې د هیواد بقا تضمین کړه چې هیڅوک هم د هیواد راتلونکي ته هیله من او په خپل راتلونکي باورمن نه وو، داخلي او بهرنیو متخصصینو داسې ګڼله چې خدای مکړه کومه بلا راتلونکې ده او دا ویاړونو او عظمتونو وطن به په یو وار له کومي تېر کړي.

د همدغې ناڅرګندې وېرې له امله زموږ ډېری لوستو ځوانانو مرګونې لارې ونیوې او له هیواد څخه د تېښتې په موخه یا بهرنیو هیوادونو ته له میاشتو میاشتو مزلونو، ستونزو او زجرونو وروسته ورسېدل او یا هم له بده مرغه په لارو، ځنګلونو او بحرونو کې د ځناورو او کبانو او نهنګانو خوراک شول.

مګر په دې منځ کې یو زیات شمېر ځوانانو برعکس ملاوې وتړلې، خپل اولادونه او کورنۍ یې پرېښوده او په دې نیت چې خپل وطن او وطنوالو ته له دغې ناڅرګندې وېرې او د تروریزم له وحشت او د ترهګرو له جنایتونو نجات ورکړي د هیواد د دفاع برحقه سنګرونو ته ولاړل.

همدغو ویاړلو او غښتلو ځوانانو لوږې وګاللې، تندې یې وګاللې، سختۍ یې وګاللې، خو همت یې وکړ او د خپلې مېړانې ، مبارزې او سرښندنو له برکته یې د تروریزم پر وړاندې خپل ځانونه سپر کړل. خلکو ته یې ډاډ او د ژوند هیله ورکړه، د متخصصینو وړاندوینې یې چلپا او باطلې کړې او هغوی ته یې عملاً دا ثابته کړه تر هغو چې د دې وطن یو صادق بچی هم ژوندی وي، نو څوک به په بد نظر ورته ونه ګوري او که یې دا کار وکړ، نو سترګې به یې وېستل شي.

له ناڅرګندې وېرې چې زموږ د هیوادوالو په زړونو کې کومې وېرې ځای نیولی وو، زموږ د اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې او زړورتیا له برکته دا وېره د دښمن زړونو ته وونوتله، دې وېرې د وسه والو طالبانو په زړونو کې ځای ونیوه او دا وېره د تروریستي ډلو او ګروپونو زړونو ته ورغله.

زموږ خلکو د ډاډ او هیله مندۍ ساه واخیسته، په خپل هیواد او راتلونکي باورمن شول او ژوند ته یې په هیله مندۍ وکتل، مګر وسله والو طالبانو ته چې څومره د فتحې کاذب ډاډ ورکړل شوی وو یا له منځه لاړل او یا یې هم د تېښتې لارې ونیولې او لا هم په تېښته کې دي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان راتلونکی او بقا یې تضمین کړه او د ګړنګ په سر ولاړ افغانستان یې د انکشاف او پرمختګ لورته سوق کړ او د دوی له برکته نن یو ځل بیا افغانستان د نړیوالو د پام وړ وګرځېد. سیمه ییزې او اقتصادي همکارۍ، پروژې، زیربنایي ، اقتصادي او د هوایي کوریدورونو چارې په کې له یو بل پسې پیل شوې او په ښه توګه د تطبیق او بشپړېدو په حال کې دي. او زموږ هېوادوال په غوڅ اکثریت د خپلو مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ دي او تر بل هر وخت یې د دوی په وړتیا او ژمنتیا باور زیات شوی  او لا هم مخ په زیاتېدو دی.