کور / سياسي / د مسکو او سعودي ناستې

د مسکو او سعودي ناستې

ليکنه: ګل رحمان رحماني

عجیبه خو داده چې روسانو د افغانستان او روسیې د دوستۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغان دولت پرځای د دولت وسله وال او سیاسي مخالفین ور غوښتي و، دا نو د ټولو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف او خندونکې ده.

د روسیې غونډې په ظاهره د دوستۍ او سولې خبرې کولې، مګر په حقیقت کې د افغان دولت د سیاسي او وسله والو مخالفینو تر منځ د جوړجاړي او همغږي په موخه رابلل شوې وه، تر څو له دې دواړو لارو څخه په دولت فشار زیات شي. دغې غونډې د افغانستان لپاره کومه مثبت نتیجه نه لرله او  د یوی اعلامیې په خپرولو سره د بین الافغانی ناستو په ټینګار سره پای ته ورسیده .

د مسکو غونډې سره مهال په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان غونډه روانه وه چې ولسمشر غني په کې ګډون درلود. ولسمشر محمد اشرف غنی د اقتصادی همکاریو ، د سولی په پروسه او د ترهګری او افراطیت پر ضد د مبارزی لپاره د اسلامې هیوادونو رول په تړاو جوړه شوی غونډه کې ګډون وکړ او همدی سازمان ته افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د یاداشت په ډول ځینی سپارښتنی وسپارلی .

د دغه سازمان په څنډو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د اسلامې هیوادونو له استازو سره هم وکتل او له هغو سره یې د افراطیت او جګړی د ختمولو په موخه خپل نظریات شریک کړل .

افغان حکومت تل په اسلامی هیوادونو غږ کړی چې د افراطیت او نړیوالې ترهګری لپاره یو شی تر څو په اسلامی هیوادونو کې تل پاتی سوله قایمه شی خو طالبان دغه ډول ناستو ته ترجیح نه ورکوی بلکی دوی هغه ډول ناستو ته ترجیح ورکوی چې د جنګ وسایل او نغدی پیسی ورکوی تر څو د اسلام په نوم ترهګری ، افراطیت او فساد خپور کړی .

افغان حکومت تل پر طالبانو غږ کړی چې موږ له طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولی د خبرو لپاره اماده یو ، د افغانستان په هر ځای کې چې وغواړی موږ د سیاسی خبرو لپاره یو دفتر ورته خلاصوو .

طالبان بیا د افغان حکومت پر ځای له حکومت څخه ناراضه سیاسیونو ته ډیره توجه کوی د حکومت پر ځای همدغو سیاسیونو سره په نورو هیوادونو کې د سولی خبری پر مخ وړی .دوی قصدآ غواړی چې افغان حکومت کمزوری وښیي ، ځکه هغه سیاسیون چې له طالبانو سره یې په قطر کې د سولې په رابطه خبرې کړی وی دغه سیاسیون د اوسنی حکومت سرسخته مخالفین دی او پدی هلو او ځلو کې دی چې اوسنی حکومت په هر ډګر کې ناکامه کړی خو دا ارمان به له ځان سره ګور ته یوسی .

طالبان د دی پر ځای چې په مسکو ، قطر او یا اسلام اباد کې د ټولنې له هغو ډلو او یا هم له نړیوالو سره د افغان سولی په رابطه ناسته ترسره کوی او له هغو څخه په واک کې د ګډون حق وغواړی نو تر ټولو ښه ، بهتره او اسانه لاره دا ده چې باید له حکومت سره نیغ په نیغه کینی او خپل منځی اختلافات ختم کړی له یوی خوا به دایمی سوله ته بی له قید او شرط پرته ورسیږو او له بلی خوا به د نورو هیوادونو له احتیاج څخه خلاص شي .