کور / #PTM / افراسياب خټک: د علي وزير او محسن داوړ سره په جېل کي ډېرناوړه چلند کېږي

افراسياب خټک: د علي وزير او محسن داوړ سره په جېل کي ډېرناوړه چلند کېږي

پخوانی سناتور او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک وايي، چي د علي وزير او محسن داوړ سره په جېل کي سم چلند نه کېږي، بلکي د زور زياتي او تشدد سره اوس هم مخ دي.

ښاغلی خټک چي پرون دوشنبه د علي وزير او محسن داوړ پوښتني لپاره  پېښور مرکزي زندان ته ورغلی وو وايي، هلته د هغوی سره چلند سم نه دی، راډيو، تلوېزون او اخبار ته هيڅ لاسرسی نه لري.

همداراز چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي د نوموړو سره ليده کاته وکړي.

ښاغلی خټک وايي، چي علي وزير د خړ کمر پپېښي وروسته ستخت شکنجه سوی دی، وهل ټکول ورکول سوي دي او بېحده تشدد ورباندي سوی دی.

هغه وايي، چي علي وزير له پېښور څخه بنو ته د پوليسو په داسي بند ګاډي کي اتقال سو چي د ايرکنډېشن هيڅ انتظام پکي  نه وو سوی، همدا وو چي د سختي ګرمۍ له امله ښاغلی وزير سخت کړېدلی دی.

د ښاغلي خټک په خبره، د پاکستان په قانون کي د پښتنو سره زورزياتی کېږي، محسن داوړ او علي وزير چي د قامي اسمبلۍ غړي دي حق لري چي پارلمان ته راوغوښتل سي او يا هم لږ ترلږه په زندان کي ورته د ملاقات اجازه ورکړل سي.

نوموړی وايي، په پاکستان کي پښتانه ته هيڅ حيثيت نه ورکول کېږي، په قامي اسمبلۍ کي د نوازشريف او اصف زرداري په ملاتړ ږغ پورته سو خو د پښتنو وکيلانو په تړاو له څو کسانو پرته هيچا ږغ پورته نه کړ.

افراسياب خټک وايي “بايد دا ووايم چي د علي وزير او محسن داوړ حوصلې لوړې دي، ډېر تکړه ځوانان دي او د خپلو غرونو په شان لوړې حوصلې يې دي. دوی دا وايي چي دا مبارزه روانه ده او دا په جيلونو نه ودريږي او دا عزم لري چې د عدم تشدد د لارې خپل د بنيادي انساني حقونو مبارزه به په مخه وړي.”