کور / اقتصادي / برتانيې د افغانستان سره د ۱۷۰ مليونه پونډه مرسته اعلان کړه

برتانيې د افغانستان سره د ۱۷۰ مليونه پونډه مرسته اعلان کړه

د برتانيې لومړۍ وزيري تريزامي تېره ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني سره د ليدني وروسته د ۱۷۰ مليونه پونډه مرستي ژمنه وکړه.

افغان ولسمشر د برتانيا د نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وکتل او د افغان سولي په تړاو ئې خبري اتري ورسره وکړې.

تمه ده چي ولسمشر غني به لس ورځي وروسته پاکستان ته هم ځي .

شنونکي وايي، چي پر پاکستان د برتانيې د نفوذ لرلو له امله به  ولسمشر غني په لندن کي د دغه هيواد له چارواکو وغواړي چي پاکستان دې ته چمتو کړي ترڅو په افغان سوله کي صادقانه عمل وکړي.

د مرستو په تړاو ددغه د بریتانیا د نړیوالي پراختیا وزیر روري سټیوارټ په لندن کي وویل، په افغانستان کي بشري مرستو ته ډېره اړتیا سته.

ده زیاته کړه: “جګړې او سختي وچکالۍ په میلیونونو افغانان له لوږې سره مخامخ کړي او دوی سختې طبي مرستې ته اړتیا لري، له همدې کبله بریتانیا د خوراکي موادو، اوبو او د پولیو د واکسین په شمول ابتدايي طبي مرستې برابروي.”

ولسمشر غني به د  کرکيټ د نړيوالو سياليو په لړ کي  نن د افغانستان او انګلنډ ترمنځ  لوبه له نژدې هم وګوري.