کور / راپور / اروزګان: افغان ځواکونو د پخواني امر امنيت په ګډون په لسګونو تنه غيرمسؤول وسلوال نيولي دي

اروزګان: افغان ځواکونو د پخواني امر امنيت په ګډون په لسګونو تنه غيرمسؤول وسلوال نيولي دي

چارواکي وايي، چي د اروزګان په مرکز ترينکوټ او نورو سيمو کي ئې شاوخوا ۵۶ غير مسؤول وسلوال د درنو او سپکو وسلو سره نيولي دي.

د اروزګان امنيه قومندان محمد خطاب خنجري وايي، چي په نيول سويو کسانو کي د دغه ولایت پخوانی د امنیت امر نورزی، د شهرا کنډک پخوانی قوماندان غلام دستګیر الماس، د اوسنۍ درېیمې حوزې امر نور محمد او د یو شمېر امنیتي پوستو قوماندانان هم شامل دي.

دښاغلي خنجري په خبره، د دغه کسانو له ډلې د شهرا کنډک د قوماندان په کور کي یې یو نیم کانټینر سپکي او درنې وسلې هم پیدا کړي چي شمېر یې سلګونو ته رسېده.

نوموړی دغه‌راز زیاتوي چي د پخواني امنیت امر نورزي سره ۱۶ تنه ملګري او زیات شمېر سپکي، درنې وسلې او دولتي وسایط هم نیولي.

دغه مشر زیاتوي چي د یادو عملیاتو پر مهال د دغه ولایت د برښنا شرکت د رئیس سمیع شرافت پر کور یې هم چاپه وهلې چي پر مهال‌يې د نوموړي له کوره چاودېدونکي توکي نیولي دي.

محمد خطاب خنجري زیاتوي نیول سوي کسان ټول په غلاوو، د خلکو په وژنه، د نشه‌يي توکو په کاروبار کي لاسونه لرل.