کور / #PTM / اپوزيسون: د اسمبلي بندي غړي پارلمان ته نه راوستل غيرقانوني دی، حکومت به دې کار ته پرې نه ږدو

اپوزيسون: د اسمبلي بندي غړي پارلمان ته نه راوستل غيرقانوني دی، حکومت به دې کار ته پرې نه ږدو

د پاکستان اپوزيسون ګوندونه وايي، چي د قامي اسمبلۍ نيول سوي کسان دي پارلمان ته راوستل سي، ترڅو د راتلونکي کال د بودېجې په تصويبولو کي خپله رايه وکاروي.

د اپوزيسون مشران وايي، چي حکومت په لوی لاس دا کسان پارلمان ته نه راولي، ترڅو د بودېجې د تصويب په وخت کي د تحريک انصاف ګوند رايي ډېري او د نورو ګوندونو رايي لږ سي.

دا مهال د قامي اسمبلۍ څلور غړي محسن داوړ، علي وزیر، اصف علي زرداري او سعد رفيق نيول سوي او په زندان کي دي.

محسن داوړ او علي وزير چي دواړه د شمالي او جنوبي وزيرستان استازي دي تېره مياشت د پوځ لخوا په دې تور ونيول سول، چي وزيرستان ته د قامي لاريون لپاره روان وه.

د علي وزير د نيولو پر وخت پوځ په خړ کمر سيمه کي  د پي ټي ايم د کاروان ۱۴ کسان په ډزو شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د قامي اسمبلۍ ځينو غړو د علي وزير او محسن داوړ پارلمان ته د راوستلو غوښتنه وکړه، ترڅو د خړ کمر د پېښي په تړاو د سترګو ليدلی حال وړاندي کړي.

د پيپلز پارټۍ شريک مشر بلاول بوټو زرداري د جون په ۱۷مه په اسلام اباد کي خبريالانو ته وويل چي د پارلمان نيول سوي غړي بايد قامي اسمبلۍ ته راوستل سي چي په مهمو پرېکړو کي د خپلو ځايونو او خلکو استازېتوب وکړي. ((که د پارلمان غړي نیسئ او بيا يې د پارلمان مشر د راوستلو حکم نه ورکوي نو دا يوه ډېره درنه مسله ده. غېرقانوني کار دی. موږ به حکومت دې ته نه پرېږدو.))

تر دې مخکي يو وار د مسلم لېګ (ن) دوه مشران شهباز شريف او خواجه سعد رفیق د پارلمان د مشر په حکم له زندانه پارليمان ته ورغلي وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ او قامي اسمبليوو غړو علي وزير او محسن داوړ وکيل، شهاب الدين خټک وايي د پارلمان مشر نه پخوا قانوني مشورې ته ضرورت درلود او نه یې اوس لري. ((دا د پارلمان مشر په واک نه کي ده. چا سره مشورې ته اړ نه دی خو محسن او علي ځکه پارلمان ته نه راولي چي بيا به د خړ کمر د پېښې خقیقت مخې ته راځي او ځينې ادارې دا نه غواړي.))

علي وزير او محسن داوړ پرته له کوم تور څخه د پېښور په مرکزي زندان کي شپې سبا کوي.