کور / خبرتیا او پيغامونه / په قبایلي سیمو کې د وروستي بشري ناورین په اړه د ودان افغانستان ګوند اعتراض

په قبایلي سیمو کې د وروستي بشري ناورین په اړه د ودان افغانستان ګوند اعتراض

له کرغېړنې ډیورند کرښې پورې غاړه قبایلي سیمې، له ډېرو کلونو را په دېخوا، له ګڼو بشري او امنیتي ربړو کړیږي. په دغو سیمو کې ، چې ـ له بده مرغه ـ د خبري پوښښ هېڅ اسانتیا نه لري، مېشتې پرګنې د بشري حقونو له پراخ سرغړاوي، وژنو، تښتونو، جرایمو او ان پراخې توکموژنې څخه ځوریږي.
په دې لړۍ کې دا ورځې، یوځل بیا د قبایلي سیمو ګڼې برخې له کلکې کلابندۍ، ګرځبندیزونو او شدید پوځي استبداد سره مخامخې دي، چې د هستوګنو د ولږې، تندې، ناروغیو او بشري ناورین ورپېښېدو اندېښنې او ویرې ورځ تربلې زیاتیږي.
له خبري پوښښه بې برخې دغه سیمې، د خلکو د روایتونو له مخې، له سخت بشري ناورینه تیریږي. خلک وږي او ناروغ دي، ګڼو سیمو ته خواړه نه ورپرېښوول کیږي او د ټپیانو او ناروغانو د درملنې چارې له خنډ و ځنډ سره مخ دي.
ودان افغانستان ګوند د یوه بشرپال، هیومانیست جریان او د بشري حقونو د یو قاطع ساتونکي سیاسي سیستم په توګه حالات له نږدې څاري، پر دغو سیمو د روان استبداد او راوستل شوي ناورین کلکه غندنه کوي، په دې اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او د سیمې و نړۍ پر بشرپالو بهیرونو غږ کوي، چې د دغې بشري فاجعې په وړاندې په قاطعیت سره ودریږي او د ناورین د پراختیا او نورو اړخونو موندلو مخه دې ونیسي.
ملګري ملتونه، د بشري حقونو نړیوالې ټولنې، بشردوسته اغېزناک افراد، حکومتونه او سیاسي بنسټونه مکلف دي، چې په نړیوال کچ خپل اعتراض څرګند کړي او اړو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
ودان افغانستان ګوند له خپلو خلکو سره پییلې همدردي لري، چې ـ که خدای مکړه ـ وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په پراخو قانوني اعتراضونو به لاس پورې کړي.
د ځوانو روښانفکرو او بشرپالو خوځښتونو ملګرتیا او ملاتړ کړای شي، د دغو بېوزله پرګنو ژوند وژغوري.
په دې اړه د بشریت د ګډ ضمیر د راویښولو په اراداه او هڅه
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومیټه
د جوزا ۲۷ مه، ۱۳۹۸ لمریز کال
کابل