پر پوځ نيوکه کونکی بلاکګر محمد بلال د آی ايس آی له خوا ووژل سو
Aziz Rahman Hazim
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي يو مشهور بلاکګر او ليکوال بلال د پوځ لخوا په مرموز ډول وژل سوی دی.
دوه ويشت کلن بلال په عمومي توګه د پاکستان پر پوځ او استخباراتو نيوکي کولې او په دغه هيواد کي ئې د شعيه او سني د ګډ ژوند کولو ته خلګ هڅول.
نوموړي پر خواله رسنيو د فرقه پرستۍ پرضد هم ليکني کولې او خلګ ئې زغم او د يو بل منلو ته هم رابلل.
پر ټويټر ۱۶۰۰۰، يوټيوب چېنل ۴۸۰۰۰ او پر فېسبوک تر ۲۲۰۰۰ زیاتو کسانو د هغه پاڼې خوښې کړي دي.
په دې وروستيو کي هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې پر نوي ګومارل سوي مشر چي يو سختدريځی دی هم نيوکي کړي وې.
ارواښاد بلال تېره ورځ په اسلام اباد کي د استخباراتي کړيو لخوا په چړو ووهل سو او ووژل سو.