زما ژوند جد وجهد / د باچا خان ژوندليک- دريمه برخه
Aziz Rahman Hazim
غورچاڼ: عبدالجبار فراز
په مدینه کي چي محمد صلی الله علیه وسلم د ډیموکراسۍ کومه ډېوه بله کړه مسلمانان یې له ډېرو ناوړو حالاتو او غلامیو راوایستل. دغي ډېوې تر عمر رضی الله عنه پوري رڼا خپروله. وروسته له واک، شتمنۍ، قوم او مقام سره د مسلمانانو میني هر څه پر بله خوا بوتلل. د دغو ګمراهیو او ظلمونو پر وړاندي حسین راپورته سو. زموږ تحریک هم همداسي وو. د ظالم ظلم ته یې سر نسو ټیټولای.
عجیب و غریب دودونه مو دي. چي مړی به وسو نو به خلک په یوه دایره کي کښېناستل او د سخات په نامه به یې یو څه پیسې له یوه څخه بل او بل څخه بل ته ورکولې. دا به ګواکي خیرات وو. ما ته دا دود خدای تېرایستنه ښکارېده. ډېر ملایان مي شناخته ول. درنښت مي یې کاوه. اکثره به مي پر همدې او نورو موضوعاتو ورسره بحث وو او ورته ویل به مي چي د خیراتونو او سخاتونو دا تګلار ښه نه ده. اسلام کي چي زکات واجب کړل سوی دی، هغه کي یو لوی راز دی. صدقه د بلا دفع بلل سوې ده. ما به دوی ته ویل چي ایا تاسي پوهېږئ چي دا بلا څشي ده؟ دا بلا د نادار او خان تر منځ کرکه ده. کله چي شتمن د غریب له حاله ځان نه خبروي او مرسته یې نه کوي نو د هغوی زړونه له نفرتونو ورته ډکيږي او تر منځ یې واټن کرار-کرار غټیږي چي اخیر ناورینونه ترې راوزېږي. مګر که سرچپه، خانان د غریبانو وخت پر وخت لاسنیوی وکړي، د دغو دوو طبقو زړونه به د یو او بل لپاره له میني ډک سي او بلا به خپله نابوده سي. مړی به د خدای غریب وي، وارثان به یې ځان ګرو کوي خو د سخات بندوبست به ضرور کوي. یوازي سخات نه، بلکي نوري رنګارنګ شکرانې و لګښتونه هم سته. که دا ټول خیراتونه د یوه منظم سیسټم له لاري پر قومي خیر ښېګڼو لګېدای، نو به موږ هم اوس د نړۍ د پرمختللو قومونو په کرښه کي ولاړ وای.
موږ پښتانه ملایانو ته د خپل دین واک و اختیار ورسپارو، مګر د زدکړي او تربیې غم یې نه خورو. پرېږدو یې چي دروازه پر دروازه وګرځي او ځیرې راټولي کړي. عجیبه ده، څوک خپل ديني استاد په داسي بېباکه طریقه روزي؟ لنډه دا چي له ملا څخه چي اوس څه جوړ دي دا زموږ خپله ګناه ده. موږ اسلام ومانه، مګر ځیني زاړه د هندوانو دودونه مو خوشي نکړل.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان