کور / علمي / زما ژوند جد وجهد / د باچاخان ژوندليک – ۴ او ۵ برخه

زما ژوند جد وجهد / د باچاخان ژوندليک – ۴ او ۵ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

څلورمه برخه
ما ته یو چا د پوځیانو د شان و دبدبې ډېر صفتونه کول. زه یې سخت پر میین کړی وم. ویل یې چي عریضه ورته وکړه ممکن ومنل سې، ځکه ته هم له مخکښ خاندان څخه یې او هم دي جایداد برابر دی. ما یې هم په خوله وکړل. عریضه مي وکړه، خو پسي هېره مي سوه. ډېر وخت تېر سو. زه په لسم صنف کي وم چي د هغي عریضې جواب راغی. د پوځیانو ګومارونکو د کلي له مسوولینو څخه زموږ د کورني جایداد او نور شالید په اړه مالومات غوښتي ول. زه چي خبر سوم ډېر خوشحاله سوم. ځان به پوځي راته ښکارېد. زما معاینه چي وسوه خوښ یې سوم. هم مي جګه ونه لرله او هم په تن غښتلی و تکړه وم. له کومي ستونزي و خنډ پرته یې ولګولم. ما ته ویل سوي ول چي د انګرېز او زموږ خپل وطني افسر تر منځ په پوځ کي توپیر نه وي. مګر حقیقت بل څه وو. چي ومي لیدل د انګرېزانو په مقابل کي زموږ د خپلو افسرانو حیثیت ډېر ټیټ دی، نو مي له دې دندي زړه تور سو. ما ذلت نسوای منلای. پلار ته مي وویل چي درس ویل غواړم. پوځي دنده نه قبلوم. هغه خپه سو، خو مور مي زما پر خوا وه. د هغې هم سرټیټی نه خوښېد.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

پنځمه برخه
د پوځي کېدو نشه چي مي له سره والوته، بېرته مي زدکړو ته مخه کړه. څو ځایه مي هڅه وکړه. ونسوه. یو ځای کي به یوه ستونزه وه بل کي بله. بالاخره مي علیګړ کالج کي منګولې ونښتې. دا مهال د نواب وقارالملک په نامه یو کس د دغه کالج مدیر وو. ډېر نېک، پوه او تقواداره سړی وو. یوه ورځ چي له جومات څخه راووتو ما موچڼي(پڼي) ورته سمي کړې. ده ژر ما ته سمي کړې، مننه یې راڅخه وکړه او راته ویې ویل: دا کار بیا مه کوه. موږ پښتنو کي همدا دود دی چي کشران د مشرانو درنښت کوي. دا وخت د هندوستان په ګوټ-ګوټ کي د رنګارنګ غوښتنو لپاره غونډې کېدې. ما ته به دغو غونډو ډېر خوند راکاوه. له عليګړ کالج څخه د پوهنتون جوړولو لپاره هم همدغسي جلسې رواني وې. ما به هره یوه کي برخه اخیسته او ویناوي به مي یې ډېري په غور اورېدې.
ورور مي خانصاحب لندن کي پر زدکړو بوخت وو. د اوړي په رخصتیو کي یې ما ته لیک راولېږی او هلته یې د انجنیرۍ ویلو لپاره وروبللم. زما هم زړه ولاړ سو. پلار مي د لاري لګښت او ټکیټونه راته برابر کړل. مګر مور مي نه راضي کېده. ډېرې زارۍ مي ورته وکړې او هر ډول دلیلونه مي ورته وویل. دا به چوپه راته ناسته او پټ-پټ به یې ژړل. اخیر زه هم له خپل هوډه واوښتم. دغه راز مي د درس له ویلو هم لاس واخیست او له ځان سره مي هیواد ته د خدمت کولو نیت وکړ. بیا زدکړو پیلولو، بېلابېلو ښارونو ته تللو او له رنګارنګ خلکو سره ناستي ولاړي مي په تجربه کي پراختیا راوسته.
که څه هم پلار مي لوی خان وو، خو زما ډېره اړیکه له غریبانو، کاسبانو، جولاګانو او ځمکوالو سره وه. یاني د خانانو او ملکانو خوی-بوی راپکښي کمزوره وو. بابا چي کومه برخه مځکه راکړې وه، هغې کي به ما په خپله کار کاوه. دا په اصطلاح د خانانو له شان سره نه جوړېده، مګر ما ته هیڅ مطرح نه وه.

#زماژونداوجدوجهد_باچاخان