کور / علمي / زما ژوند جد او جهد / د باچا خان ژوندليک – ۶ او ۷ برخه

زما ژوند جد او جهد / د باچا خان ژوندليک – ۶ او ۷ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

شپږمه برخه
له عالمانو او پوهانو سره مي نژدې او ښې اړیکي لرلې. هسي خو مي ډېر علما پېژندل خو ځیني یې بېل شخصیتونه ول. د بېلګي په توګه فضل محمد مخفي صاحب. دی میټرک پاس او انقلابي شاعر وو. د ده پښتو، عربي، پارسي او انګرېزي ژبي ښې زده وې او له انګرېزانو سره یې د ژباړن په توګه کار کاوه. د دغي دندي له برکته یې سیاسي شعور او ملي جذبه پیدا کړه. ده پښتو شاعري له خط و خال او ګل و بلبل څخه واړوله او ملت، وطن او خوار و غریب یې په ننه ایستل. زه یې د پښتو شکسپېر بولم. پر پښتو یې ډېر حق دی، خو پښتنو یې لکه څنګه چي په کار وو هغسي قدر ونکړ.
ما ته د قام تعليمي وضعیت ډېر خراب ښکارېد. نه یې حکومت کیسه کي وو نه خپله قام د ځان غم کاوه. په کوم کلي کي به چي یو مات ګوډ لومړنی ښوونځی وو هغه ته به بیا ملایانو څوک نه ورپرېښودل. ما اراده وکړه چي همدلته وطن کي به د خپلو بچیانو لپاره اسلامي مدرسې جوړوم. له ملا عبدالعزیز سره مي په ګډه له اتمانزو څخه شروع وکړه او ورو-ورو مي نورو کلو ته هم وغځوله. لوی مرام مي په پښتنو کي له زدکړو سره مینه و لېوالتیا پیدا کول وو. ځیني خودغرضه وسلوال ملایان مو خنډ سول او په یوه و بله پلمه یې زموږ د دغي لړۍ درولو هڅه کوله. ما به ورته ویل: علم خدای او رسول پر نر و ښځه فرض کړی دی. که تاسي خلک له دې انګرېزي مدرسو څخه راګرځوئ، نو باید په بدل کي یې خپله یو څه وکړئ. دا چي نه یې تاسي کیسه کي یاست او نه موږ ورپرېږدئ، نو د دې قام دي الله مل سي.
پښتون یو ژوندی قوم دی، د سرښندني تومنه هم لري خو باید راویښ کړل سي او د راویښولو لپاره یې بې غرضه، مخلص او ایماندار مشر ته اړتیا سته. دغي پایلي ته رسېدل عملي کار غواړي په دم او چف نه کیږي. که په دم او چف دنیا ابادېدای نو تر محمد صلی الله سلم لوی انسان نه وو هغه به څه نه کول، همدا دم چف او دوعاوي به یې کولې او ماملې و کارونه به پخپله جوړېدل.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

اوومه برخه
د مولوي عبیدالله سندهي صاحب په نامه د قران کریم یو ډېر لوی عالم او مفسیر اوسېد. ده په ډیلي کي له فتحپوري لوی جومات سره یو ځای اخیستی وو او هلته به یې هلکانو ته د قران شریف درس ورکاوه. کوم هلکان چي به له ښوونځي فارغ ول هغوی ته به یې تشویقي هم پنځوس روپۍ ورکولې او هم به یې وړیا تدریس ورته کاوه. د ده په اند چي د مسلمانانو په لوستو زلمیانو کي به زه د قران د زدکړي له لاري د ازادۍ او خدمت احساسات راویښ کړم، مګر دې موخي ته ونه رسېد. مشکل دا وو چي په مسلمانانو کي د جد و جهد ریښې وچي سوي وې. کنه د پرنګیانو په همدغو مدرسو کي هندوانو هم زدکړي کولې. پر هغوی یې یو ډول اغېز کاوه او پر مسلمانانو بل ډول. په هندوانو کي یې له خپل قام سره مینه پیدا کړې وه، لیکن مسلمانانو کي خو مینه و خدمت هلته پرېږده، په خپل ملک او قام له سره خبر هم نه ول. د ده یو خورا لایق شاګرد، رشید، چي هم یې قران ختم کړی وو او هم له ښوونځي فارغ وو په پای کي د انګرېزانو جاسوس وخوت. د سندهي صاحب د ټولو ملګرو، درسونو او زدکوونکو حال به یې ټکي په ټکي حکومت ته ورکاوه.
حقیقت دا دی چي د قام مینه، خدمت او خپلواکۍ خوځښت یوازي په زدکړو پورې اړه نه لري. موږ چي خپل تحریک پیلاوه، زه په ښارونو کي په لوستو خلکو پسي بېخي ډېر وګرځېدم، خو داسي خلک مي پکښي پیدا نکړل چي د خدای لپاره د خپل قام چوپړ ته چمتو سي. همدارنګه مي د پیرانو او مرشدانو هم ډېر خدمتونه وکړل. تمه مي لرله چي که دوی راسره ملګري سول، نو ټول مریدان به یې هم راپسي سي. مګر هیڅ یې ونکړل. چي له دوی څخه مایوسه سوم. نو مي کلو او بانډو ته مخه کړه. هلته په څلورو میاشتو کي دومره خلک راسره ملګري سول چي پرنګیان راڅخه وبېرېدل.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان