کور / راپور / حمدالله محب: په افغانستان کي هره ورځ پنځوس تنه وژل کېږي

حمدالله محب: په افغانستان کي هره ورځ پنځوس تنه وژل کېږي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، چي په افغانستان کي هره ورځ ۵۰ تنه د تاوتريخوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي دا څرګندوني نن په روسيه کي يوې امنيتي غونډي ته د وينا پر مهال وکړې .

د هغه په خبره، هره ورځ د جګړو او تاوتريخوالي له امله په اوسط ډول پنځوس کسان ژوند له لاسه ورکوي چي دا يو ناورين ته ورته حالت دی.

ښاغلي محب دا ونه ويل چي دغه کسان دولتي سرتيري دي که ملکي وګړي هم پکي دې.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار دفتر په خپل ټویټر د ښاغلي محب له خولې لیکلي: “د تروریزم پر وړاندې مبارزه باید لا هم زمونږ د کاري لومړیتوبونو په ډله کي وي. یواځې په افغانستان کي هره ورځ لږ تر لږه ٥٠ تنه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کي ژوند بایلي او پدې وجه افغانستان د تروریزم ضد جگړې په لومړۍ لیکه کي دی.”

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي په تېر لمريز کال کي ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل سوي دي.

همداراز ولسمشر اشرف غني څه موده وړاندي وويل، چي دده د حکومت په دوره کي ۴۵ زره افغان سرتېري وژل سوي دي.

د حمدالله محب څرګندونو ته په کتو د افغانانو د وژني کچه تر هغه ډېره ده چي ملګرو ملتونو ياده کړې ده.

افغانستان کي تر ډېره ملکي وګړي په بمي چاودونو، جګړو او هوايي بمباريو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي.