کور / راپور / امريکا د ايران ګواښونو ته په کتو منځني ختيځ ته زر سرتېري استوي

امريکا د ايران ګواښونو ته په کتو منځني ختيځ ته زر سرتېري استوي

امريکا پرېکړه کړي چي منځني ختيځ ته به زر اضافي سرتېري استوي.

د امريکا د دفاع وزير شناهان ويلي، چي دا سرتېري د ايران د تازه ګواښونو پر وړاندي د احتياط لپاره استول کېږي.

د امريکا او ايران ترمنځ په دې وروستيو کي اړيکي ډېري خرابي سوي دي او يوه ګواښونکې فضا ئې جوړه کړې ده.

درې ورځي وړاندي د عمان په خليج کي د تېلو بار يوې کښتی باندي بريد وسو، چي پړه ئې امريکا پر ايران واچول.

له دې وړاندي هم په منځني ختيځ کي ځيني پېښي او بريدونه سوي چي امريکا وايي دايران لاس پکې دی، خو ايران دا تورونه رد کړي دي.

د امريکا او ايران ترمنځ اړيکي وروسته له هغه لا ترېنګلي سوې چي ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۵ کال د ايران سره د اټومي تړون څخه ووتی او پر ايران ئې بيا اقتصادي بنديزونه ولګول.