کور / سياسي / د احمدشاه بابا د ۲۴۹م تلین په یاد

د احمدشاه بابا د ۲۴۹م تلین په یاد

د احمدشاه بابا بريدونه
د هند پر استقامت

د ۱۱۲۵ لمريز کال په اوږدو کي د اېران د خبوشان په فتح آباد کي د محمد خان او د نادر شاه افشار د ورور علي قلي په جوړ سوي پلان او د هغه د اويا تنو ملګرو په ملتوب د (صالح محمد خان قره قلي او محمدقلي) جلادانو په عمليه د نادر افشار وژنه د دې لامل سوه، چي د نوموړي د جوړي سوي امپراتورۍ کمبله ټوله سي. هغه لويه سيمه چي په لنډ وخت کي د ده تر تصرف لاندي راغلې وه بيرته ټوټه ټوټه سوه، علت او موجبه يې پخپله په اېران، پښتونخوا او نوره شاخوا کي د اېراني او نورو لاندي سوو ولسونو په وړاندي د نادر افشار توند چلند، بې رحمانه کړاوونه د دې لامل سوه چي پخپله د نادر افشار ورور او د هغه جنرالان يې د نسکورولو په پلان کي سي(۱)، دې ناڅاپي پېښي د مرکزي نيمه شمالي او نيمه جنوبي آسيا په غېږه کي د درو پياوړو (روسي، ترکي، اېراني) او يوې خوارځواکي (مغولي) امپراتوريو پر قلمرونو ټاکلې اغېزه وکړله، روسانو او فرانسويانو ګډه سياسي ستراتيژي ودرلودله تر څو وکولای سي د مرکزي آسيا په سيمه کي د پام وړ نفوذي ساحه ولري، په بل اړخ کي انګليسانو د هند د سيمي اېلول د ځان حق ګاڼه او په دريم اړخ کي عثماني ترکيه د خپل نفوذ د ساتني او په سيمه کي د خپل موقف د پياوړي کېدو په لټه کي وه، چي له دې لاري يې نه غوښتل اسلامي نړۍ مېشتي هيوادونه دي د غير اسلامي امپراتوريو تر واک لاندي راسي. د نادر افشار په مړينه سره د افغانستان او اوسني اېران په سيمه کي د يوه حاکم قوت نه موجوديت د ټولو يادو سوو امپراتوريو له پاره په جلا جلا ډول ارزښت درلود، که روسانو دا سيمه خپله کړې وای د هند پر وچه او د هند پر بحر يې پوره پښې ټينګولای سوای، د هند د ختيځ او شمال ختيځ پر استقامت يې تر يوې اندازې پوري د چين په ګاونډ کي سيمي تر نفوذ لاندي راتلې او له دې لاري يې پر چين يوه نوعه محاصره ټينګولای سوای. د هند د ساحې د جنوب لوېديځ پر استقامت د فارس خليج سيمي د جنوب له لاري اېلولای سوای، فرانسويانو کولای سوای چي د روسانو په مرسته په سيمه کي غير مستقيم خو پياوړي نفوذ ولري، انګليسانو کولای سوای چي لومړی د تجارت په نوم د سيمي(۲) اقتصادي ګټي پر خپل محور راوڅرخوي او په وروسته کي د جيوستراتيژيک موقعيت پر اساس د خپل جيوپوليټيکل (سياسي جغرافيوي پراختيا) و هدف ته ځان ورسوي او له دې لاري د شرقي، شمال ختيځي او جنوب ختيځي اسيا پر هيوادونو د بريد له پاره مرکزي نقطه ولري، د دې ډول ممکنه پراختياوو او په سيمه کي د منځنۍ آسيا د اصلي استوګنو او په اسيا کي د پښتنو د حاکميت له پاره اړتيا وه، چي بايد په افغانستان کي مضبوط دولت رامنځته سي، که چيري داسي نه وای سوي دا څرګنده وه، چي هر وخت د عربو د اسلامي لښکر څخه پرته نوري ټولي پراختيا غوښتونکي امپراتورۍ د افغانستان له لاري د اسيا له يوې نقطې څخه و بلي نقطې ته ننوتلي دي، ځکه نو اړتيا وه چي د ټولو اغېزه لرونکو هيوادونو د مخ پر زياتېدونکي نفود په وړاندي کلک هوډ، منظم خاصيت، قاطع تصميم، نظامي تجارب او پر خپله سيمه خپلواک زغمونکی افغانستان په وجود راسي، چي دې کار يوه پياوړي مشرتابه ته اړتيا لرله، په دې وخت کي احمدخان د نادر افشار د يوه وفادار افسر غوندي د هغه پر کونډه(۳)، کوچنيانو او کورنۍ په داسي حال کي پيره کوله چي نژدې شاوخوا يې ټوله د غيرپښتنو او غير افغاني ځواکونو لخوا چاپېره وه. د دې کار د تر سره کېدو وروسته احمدشاه بابا بيرته پر دې پرېکړه وکړه څو هغه سيمي چي د نادر له لاسه په مړيني وتلي وې بيرته سره راټولي کړي، خو له يوه اړخه په همدې ورځو کي د هغه قانوني نه انتخاب او ورسره تر څنګ د اېراني پوځونو نه ملاتړ صرف د دې له پاره چي نوموړی يو افغان و نه کاوه، دا نه ملاتړ د دې لامل وګرځېد چي لوړ درشل لوی احمدشاه بابا د يوې لنډي وقفې څخه په ګټه پورته کېدنه تر خپلو کندهاريو دوستانو پوري ځان راورسوي، چيري چي د سيمي مشران، د کندهار د سيمه ييزي واکمنۍ پر سر په چنو سره بوخت ول او هر قومي خان هڅه کوله، چي د خپلي قومي نفوذي ساحې په خپلولو سره دا سيمه تر خپلي ولکې لاندي راولي او له بله پلوه چي به بيا جانب مقابل د خپلو نفوذ په وړاندي کېدنه سره د لومړي کانديد مخ ډب کاوه، دا اختلافونه که څه د موجوده خلا په تاوان تمامېدل خو اصلاً يې د احمد خان په واک ته رسېدو کي ستر رول لوباوه او پايله يې د دې جوګه سوه تر څو ټول قومي مشران د داسي يو ځوان پر امارت سره سلا سي چي له يوه اړخه ده په ټپه ځواني د لښکري جګړې ښه مهارت درلود په دوهم قدم کي يې ولسي ملاتړ او په دريم پړاو کي د الهي ارشاداتو او روحانيت د جهان مريدي درلودل چي دا خپله په هغه وخت کي د ده له پاره يو ستر ملاتړ وګرځېد او الله پر دې موفق کړ، چي دې درانه مسئوليت ته اوږه ورکړي.

د نوي حکومت د جوړېدو په لټه کي لوړ درشل احمدشاه بابا د نظام په جوړولو پيل وکړ، د پښتنو د يووالي له پاره يې له ځانه سره ملا نورمحمد غلجی د څلورو زرو عسکرو په ملتيا ملګری کړ، هغه د يوه سياسي مبتکر غوندي د نوي دولت د جوړښت له پاره خپل کاري پروسيجر په پيل کي د صفر له نقطې پيل کړ او هغه وتوانېد، چي دا کاري پروسه په پوره برياليتوب د خپل ژوندانه په لړۍ کي تر درې سوه شپېته درجو ورسوي، د هيواد او ولس سره د هغه ميني هغه د دې جوګه کړ چي نژدې دوه نيمي لسيزي حکمراني وکړي، د حکمرانۍ په ملکي ساحه کي لومړی اهل کار پر کارونو ګمارل، هغو ته د خپل مسئوليت سره سم د دندي په کښتو او منځنيو حکومتي پوړونو کي دندي ورکړي، تر کار وروسته يې ارزيابي کړل او د هغوی له پاره يې ټاکلي مجازات او مکافات وټاکل، حکومتي مامورين يې په اقتصادي ډول خودکفا کړل.

په دوهم پړاو کي تر څو چي د هند د فتحو سوبې يې د خوځښت تر جريان لاندي وې د عشر، زکات او ماليې د منظم پروګرام په جوړولو او د هغه په ښه تعميل سره داسي کړنه تر سره کړه، چي ولس ان تر ډېره ځني ناراض نه سو او هر بډای او شتمن په ورين تندي د هغه غوښتنو ته لبيک ووايه، دا ماليې او مرستي د دې جوګه سوې، چي د دولت اړوند کسان له تنخوا څخه برخمن سي، پر وخت او زمان خپل معاش واخلي او د معاش په بدل کي خپل منظم فعاليت ته دوام ورکړي، په نظامي ساحه کي يې له درو ډولو ميتودونو څخه کار واخيست، لومړی يې په دې اساس چي د حکومتي ځواکونو په ليکو کي کوم بېلتون رانه سي عمومي قومانده يې پخپل لاس کي واخيسته، ځکه چي هغه د شاه محمود هوتکي او نادر افشار د دې ډول کارونو څخه پوره تجربه درلودله او د هغوی موفقيتونه يې هم بس په همدې پروسه کي عملاً او نظراً ليدلي وه، بل کار چي د ده موفقيت يې په نظامي ساحه کي ور په برخه کړی و، هغه د ده متانت، په سړه سينه د فرامينو وړاندي کېدنه او په دقيق ډول د هغو تعقيب او څارنه وه، چي پايلي به يې مثبتي په لاس راوړلې، په دې دوهم پړاو کي هغه تر مستقلي قوماندې سربېره چي د نظامي مانورو او احضاراتو پر وخت يې پخپل لاس کي لرلې هغه نظامي ځوانان او زاړه کدرونه چي نظامي تجارب يې په کندهار او اصفهان کي او د هغوی تر شاوخوا په لاس راوړي وه، دا که افغانان وه او که غير افغانان وه، چي افغاني موجوده قانونه يې منی په پوځ کي منسجم کړل، په هغوی کي د احمدشاه بابا لخوا د هغوی ښه انتخاب يو منظم پوځ په وجود راوړنه وه، د بريد او دفاع په ساحه کي د توپچي قوې، يرغليز ځواک، پلي ځواک، سپاره ځواک، لوژيستيکي منظم سيسټم، د اعاشې او اباطې پرسونل او شاهي ګارډ د جوړښت د هغه د برياليتوب پوره بريا وه، چي په مرکز کندهار او شاوخوا سيمو کي يې د افغان لښکر او ولس سر ورلوړ کړ.

په دريم قدم کي واحدي قوماندې او منظم پوځ د جوړښت تر څنګ هغه عامه ولس ته هم د رضاکار پوځ په نامه ځای ورکړ تر څو ولس ډاډه اوسي چي دولت د ولس او ولس د دولت دئ، په نظامي ساحو کي د دې درو ګونو پروسو جريان د احمدخان دولت د دې جوګه کړ چي په منظم او سيستماتيک ډول د خپل هيواد پولي تر ساحې دباندي د نورو ولسونو د آزادۍ او آرامۍ په نيت استخدام او د خلکو د چوپړ مصدر وګرځېږي. هغه د دې کار په کولو سره يو ځل بيا د اسلامي فاتح ننګيالي او جنګيالي سرتېري محمود غزنوي کارنامې راژوندۍ کړې او د هند د قارې خلک يې پر آرام کړل، افغان دولت په احمدشاهي پېر کي د خپل عروج تر پولو په ډېره بلند پروازي ځان ورساوه او ددې پرله پسې پراختيا او په جغرافيوي چوکاټ کي د سياسي قلمرو پراختيا آن د باختر يوناني د دورې تر پولو ورسېده او په لوړه کچه يې د اسيا په جغرافيوي موقعيت کي پراخ او نه هېرېدونکی بدلون راووست. د دې بدلون په راتګ نه يوازي افغانان د نړيوالو سيالان سول، بلکي نړيوالو هيوادو په ځانګړي ډول د روسي پراختيا مخه يې په کلکه ونيوله، چي د دې سره د پيټرکبير وصيت يې بس پر ځای پاته سو، څو وروسته يې يو ځل پر هرات يرغل راوړ او هغه هم له ماتي سره مخ سو.

د افغانستان سياسي ثبات د لوړ احمدشاه بابا د برم په لومړي پړاو کي تر ډېره داسي يوه حالت ته ورته و لکه د حاجي ميرويس خان نيکه د رابيدارۍ په لومړيو وختونو کي چي و، تنها يو توپير په دې کي موجود و چي په هغه وختونو کي له لښکر نه نيولې تر جرګو او له جرګو نه نيولې تر پاڅونونو او بيا د رابيدارۍ پوري له هغې نه نيولې د شاه محمود او شاه اشرف تر دباندنيو يرغلونو پوري په پراخه پيمانه په دې درو لسيزو کي د افغانانو له پاره نوي ښکارېدل، ځکه چي نژدې د دوو سوو کلونو په لړ کي افغاني همدا سيمه د مغلو، صفويانو تر منځ د بريدونو لړۍ وه، خو په هوتکي دوره کي چي له يوه اړخه د پاڅون په پيلامه کي يې د کاري څښتنانو کمی او له بله پلوه د پوره اقتصادي زېربنا د نه موجوديت سربېره بيا هم د هوتکي دورې موسسين د دې جوګه ول چي هر څه په خپله ککره تر سره کړي.

د لوړ درشل احمدشاه بابا د دورې د پيل تر مخه هم ملي دولت دړي وړي سوی و، په فرهنګي او اقتصادي ساحه کي هر څه له خاورو سره خاوري سوي وه، بيا هم د نادر تر مړيني وروسته له خلکو او ولس سره په تيت او پرک ډول داسي وسلييز ځواک موجود و، چي په يوه او نيم ځای کي د لوړ درشل احمدشاه بابا په درد وخوري، لوړ درشل احمدشاه بابا هم د دې رضاکاره خلکو له ډلي نژدې څلور زره تنه اماده باش ودرلودل، تر څو په اضطراري حالاتو کي د خپل دولت ملاتړ وکړي، په سيمه کي د پراختيا په موخه د احمدشاه بابا يوازي دا هدف نه و، چي مځکنۍ پردۍ صحراوي دي د افغانستان په قلمرو کي ولري بلکي د هغه هدف يوازي د کړاوونو په کمندونو کي د ضعيفو ملتونو راخلاصون و، سره تر دې چي د افغانستان په شمالي هيوادونو کي هم لکه څه ډول چي ښايېدل په هماغه ډول د روسانو له لاسه اسلامي هيوادونه پر کراره نه ول، خو پخپله په روسيه، د روسي ولس او د هغوی د جنوبي ګاونډيانو نسبي آرامۍ او د روسانو او فرانسويانو تر منځ کلک تړون په دې وخت کي دا زمينه برابروله، چي افغان ځواک دي د دوو منظمو قوتونو په وړاندي مقاومت وکړي، ځکه چي لوړ درشل احمدشاه بابا اوس هم د روسانو او شاه محمود هوتکي او د روسانو او ترکانو تر منځ د هغه تړونونو درناوی کاوه، کوم چي پر افغانستان د يرغل د مخنيوي په موخه يې ورسره لاسليک کړي وه، په جنوب کي د هندي مغولو له واکمنو سره هم دا لازمه نه ګڼله، چي پنجه ورسره نرمه کړي چي لومړی همدا د مغولو واکمنان ول چي د اېرانيانو په وړاندي يې د ميرويس نيکه دولت په رسميت پېژندلی و، خو په دې وخت د يوې متحدي دولتي ادارې نه موجوديت او په اړخ کي د ملک الطوايفۍ حکمرانيو سيمه ييزو خانيو او ملکيو د هند د سيمي ولسونه په ځانګړي ډول مسلمانان تر پزي کړي، لهذا اړتيا وه، چي لوړ درشل لوی احمدشاه بابا د هند پر سيمه بريد وروړي. دغو بريدونو د افغاني نوي دولت له پاره د افغانستان پر جنوب پنځه ګټه لرلې :

د افغانستان د جغرافيايي قلمرو پراختيا.
د هند په سيمه کي د مظلومو ولسونو خلاصون.
په ياده سوې سيمه کي د متزلزل او ملک الطوايفي حکومت له منځه تګ او منظم نظام راتلل.
په سيمه کي د سوداګرۍ په نوم د انګليسي امپراتورۍ مخنيوی(۴).
د پښتنو له پاره د يوې دوامداري او پراخي دولتدارۍ تاسيس.
هغه مواجب وه چي نوموړي بايد د هند پر استقامت بريد تر سره کړی وای، د دې کار د تر سره کېدو په موخه د دولتي سيسټم په دننه کي د اداري اصلاحاتو او نظام تر جوړوني وروسته احمدشاه بابا دې کار ته مخه کړه، چي د ميرويس نيکه طرحه سوې ستراتيژۍ ته د عمل جامه ور واغوندي او بيا د شاه محمود هوتکي غوندي د افغاني ځوانانو په مټ داسي يوه امپراتوري جوړه کړي، چي تر اېران سربېره د افغاني دولت په قلمرو کي د سوري پښتنو پخوانۍ سيمي د افغاني دولت تر ولکې لاندي راولي، په لومړي ځل يې خپل سفربري د هند پر استقامت پيل کړه، په تاسف سره بايد وويل سي، چي د لوړ درشل احمدشاه بابا د دې سفربرۍ پر مهال په کندهار کي پاته لقمان خان په پاڅون لاس پوري کړ، دې پاڅون که څه هم د لوړ درشل احمدشاه بابا په عزم کي کوم توپير رانه ووست خو د لږي مودې له پاره د افغاني بريد خوځنده د پرمختګ جريان له ځنډ سره مخ سو. تر څه مودې را وروسته بيرته و کندهار ته تر راګرځېدو نوموړي د دولت په دننه کي د ټکي د مخنيوي او احتمالي غيابي کودتا د مخنيوي په موخه په پاته سفرونو کي دا لازمه وبلل، چي په سيمه کي پرنفوذه قومي مشران او نظامي مشرتابه تر ډېره په فتوحاتو کي د ځانه سره مله کړي(۵).

دې کار چي د هر سفر پر مهال د نوموړو مشرانو ملتوب او حضور که د ده تر شا د کندهار او نوري سيمي د آرامۍ ډاډ ورکاوه پخپله پر لښکر هم اغېزه ښندله، لښکر د خپلو مشرانو په موجوديت کي په قوي مورال بريد کاوه. په ۱۷۴۸ ع کال د هند پر لور د احمدشاه بابا سفربري بيا د دې جوګه سوه، چي په هند کي د هندي پاڅونيانو د ټکوني له پاره لاس په کار او بيا پر هغه لوري بريد وکړي. دا بريدونو په دوو درو ځلو کي قيد نه سوه، پسله پنځو کلونو وروسته يې بيا د ډيلي پر استقامت خپل هوډ ته دوام ورکړ او د هند د نيوني سوبه يې په برخه سوه، چي دا ۱۷۵۳ کال و او درې کاله وروسته بيا په ۱۷۵٦ کال کي د افغانستان د ختيځ پر استقامت پر هند يې په څلرم ځل بريد وکړ په دې وخت کي انګليسي کمپنۍ چي د سوداګرو په پلمه د هند تر نيمي وچي رارسېدلې وه نور خپل سوداګريزي دندې پرېښوولې او په نظامي شکل يې د دې سيمي د اېلولو تصميم ونيوي، د انګليسي پراختيا له پاره په سيمه کي ترکان د ضعف سره سره دوی ته د زغملو وړ نه و، چي د روسانو غوندي دي په سيمه کي افغانان هم يو پياوړی دولت واوسي. لهذا د لوړ درشل احمدشاه بابا د مخنيوي په ملحوظ يې په هندي ولس کي د راپاروني حس پياوړی کړ او د دې ولس سرشوخه ټبر (سيکان) يې په غيرمستقيم ډول د احمدشاه بابا په وړاندي پاڅون ته راوبلل، سره تر دې چي د لوړ درشل احمدشاه بابا د پوځ شمېره په دې وخت کي شپېته زرو تنو ته رسېده بيا هم د دې جوګه وه چي د د دوو لکو سيکانو په وړاندي افغاني لښکر تيار کړي، دا جګړه چي د مرېټي د جګړې په نوم يادېږي د احمدشاه بابا د پنځم بريد ثبوت ښووي، سره تر دې چي د افغاني پوځ مورال يې ور پياوړی کړ او بيا يې تر ډېره په همدې لنډو کلونو کي د لوړ درشل احمدشاه بابا په وړاندي مقاومت ونه ښود. دې بريد له خپل ځانه سره د هند د پلازمېني ډيلي نيوني حماسه لرله او هلته د لوړ درشل احمدشاه بابا د هوډ پر اساس چي هندي خلګ له ځانه بېګانه ونه ښيي او د هغوی فردي آزادي مدنظر ونيسي نو يې د هغه ځای يو راجه (علي ګوهر) په کار وګماره، خو د سيکانو زړونه بيا هم دې ته واداره وه، چي هندي راجه ګان د افغانانو په پرتله انګليسانو ته ځانونه ورنژدې کړي د مرېټيانو پاڅون او نورو وړو او غټو ستونزو د احمدشاه بابا په تکل کي کومه سوړتيا رانه وسته، هماغه و چي په ۱۷٦۲ ميلادي او ۱۷٦٦ کلونو کي يې په شپږم او اووم ځل د سيکانو د ځپلو په وړاندي خپله لښکرکښي وکړه. دا کېدای سوای چي د پاني پت تر جګړې وروسته بيا د افغانانو او سيکانو تر منځ کوم ټکر نه وای پېښ سوی خو د پردې تر شا د نورو غربي فوتونو درېدا د سيکانو په پلوي ددې لامل وه، چي لوړ درشل احمدشاه د هيواد تر پولي دباندي د پاڅونيانو سره په جګړو کي راګير سي.

دې پراخو عملياتو او پرله پسې لښکرکښيو چي په خپل قلمرو کي يې (له امو نه نيولې د عربو تر بحيرې او له کشمير نه نيولې تر هراته)(٦) سيمي په خپل جغرافيايي قلمرو کي راښکېلولې د افغانانو او پښتنو له پاره يوه د برم ډکه دوره ودرلودله، د لوړ درشل احمدشاه بابا تر مړيني وروسته متاسفانه په درباري او اشرافي ژوند د افغاني واکمنو بوختوالی،په دربار کي د پراخ دولتي او جغرافيايي تشکيل د ساتني، د راتلونکي له پاره د افغانستان د سرنوشت ټاکني او د هغې د ساتني له پاره د يوه اوږد مهاله پلان د جوړېدو په عوض په شاعرانه او رندانه بانډارونو اخته کېدل او د خپل منځي ستونزو د رازېږولو په موخه د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا هيلي له خاورو سره خاوري سوې.

د سياست پوهانو په وينا چي : په سياست کي يوه تېروتنه د شلو کالو شا ته تګ په معنی ده(۷). موږ نه د خپلو درباري هوساييو په اخته کېدو په وروسته کي نه يوازي د هماغه قلمرو ساتونکو سولو بلکي نور هم د نړيوالو امپراتوريو او پراختيا غوښتونکو د اهدافو قربانيان او خپل هيواد تر ډېره راته يوازي د ناآرامه شپه ځای په نامه راپاته سو.ندي مقاومت ونه ښود. چي د افغاني پوځ مورال يې ور پيدشاه بابا دې کار ته مخه کړه، چي د ميرويس نيکه طرحه سوې ستراتيژۍ ته د عمل جامه ور واغوندي او بيا د شاهکړي، خو له يوه ړېدو وروسته احمدشاه بابا بيرته پر دې پرېکړه وکړه څو هغه سيمي چي د نادر له لاسه په مړيني وتلي وې بيرته سره راټولي

(۱) وګ : (هرات پښتانه او ستره لوبه) د ښاغلي جهاني اثر، دوهم چاپ.
(۲) وګ : (افغانستان د ستراتيژيو بحران) د استاد محمد زمان مزمل اثر، ۱۸ مخ.
(۳) د حاجي ميرويس د عالي لېسې د تاريخ ښوونکی ښاغلي نوراحمد ارشاد وايي : کله چي لوی احمدشاه بابا د نادر کونډه تر خپله کوره خوندي کړله، نو هغې د ده د دغه احسان په بدل کي د نکاح تړلو غوښتنه ځني وکړه، خو احمد وايي د دغه کار څخه انکار وکړ، بيا هغه و چي د نادر قلي افشار ماندينې هغه ته د کوه نور الماس په بخشش ورکړ، دا الماس د يوه کيلو په وزن اوس هم د انګلستان د ملکې په تاج کي موجود دئ.
(۴) وګ : (افغانستان ناپېيل توب او ستر ځواکونه)، د دوکتور عبدالحميد واکمن اثر، ۱۸ مخ.
(۵) وګ : (افغانستان او د ديموکراسۍ سياسي نظام) د دوکتور صالح محمد زېري ليکنه، ۴٦ مخ.
(٦) وګ : (افغانستان د ديموکراسۍ او جمهوريت په کلونو کي)، د عبدالغفار فراهي ليکنه، ۱۵ مخ.
(۷) پورته ياد سوی کتاب او مخ.

.