کور / شعر / تر څو پوري چي د منظور پښتین له ستوني د لر او بر یو افغان چیغه را وزي زه به د هغه ملاتړی یم

تر څو پوري چي د منظور پښتین له ستوني د لر او بر یو افغان چیغه را وزي زه به د هغه ملاتړی یم

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو افغانانو! السلام علیکم.
له خوشحال خان خټک څخه تر احمدشاه بابا او تر نني ورځي پوري د پښتنو هر مشر، د دې قام د یو ځای کولو او یو موټی کولو لپاره، چا توري، چا قلمونه او چا دواړه چلولي دي؛ خو د دې قوم د یو ځای کولو ارمانونه یې ګورته وړي دي. منظور پښتین د پښتنو د دې زرکلن، مزمن او ناعلاجه رنځ یوازنی طبیب دی چي د «لر او بر یو افغان» چیغي ته یې له سوات څخه تر سنده، او له هیلمند څخه تر جلال آباد، کنړ او خیبر پوري ټولو پښتنو لبیک ویلی دی. زه د پي ټي ایم غړی نه یم او تر اوسه مي نه مادي او نه معنوي مرسته ورسره کړې ده. خو ملاتړ یې ځکه کوم چي، د پښتنو، په اوږده او له کړاوونو او غمیزو څخه ډک، تاریخ کي یوازینی مشر دی چي تر بیرغ لاندي یې ټول لر او بر افغانان راټول سوي دي. ما ځکه ویلي دي چي منظور پښتین زما امام دی او ما په هغه پسي اقتداء کړې ده. تر څو پوري چي د منظور پښتین له ستوني د لر او بر یو افغان چیغه را وزي زه به د هغه ملاتړی یم او که خدای مه کړه د هغه له ستوني دا ږغ پورته نه سي زه به په هغه ورځ د هغه له ملاتړ څخه لاس اخلم ځکه چي موږ امام بدلوو مګر ایمان نه بدلوو.

زه دا نه وایم چي له منظور پښتین سره دي په سلو کي سل توافق موجود وي ځکه چي دا په طبیعي لحاظ ممکنه خبره نه ده. انسان په طبیعت کي آزاد خلق سوی دی او هر یو د خپل فکر او نظر خاوند دی؛ خو په اوسنیو شرایطو کي له منظور پښتین سره، چي د ظلم او استبداد څخه یې د دې مظلوم قام د ژغورني ږغ اوچت کړی دی، هر ډول مخالفت څرګندول د دښمن په ګټه بولم. نظرونه دي زر وي خو بیرغ باید یو وي. دا بیرغ نن ورځ یوازي له منظور پښتین سره دی.

نن به د خوشحال د قبر ړنګه جنډۍ څه وايي
نن به د ایپي د مور چل هېره مرمۍ څه وايي

واورۍ له ارغند تر اباسین پوري پرتو خلکو
قام ته د منظور پښتین ویاړلې ابۍ څه وايي

سترګي د رقیب دي سپلنی سي چي نظر نه سي
ږغ ته د زمري به د ګیدړو ټولۍ څه وايی

هغه لاس دي مات سي چي لاسونه د منظور تړي
ږغ ته د انصاف به د زندان هتکړۍ څه وايي

راغی چي په خوب کي مي لیدلی وو زلمی پښتون
واوری دا د زړه په غوږ، پیغام د پېړۍ څه وايي

زور د ستمګر مو پر سینه وجود وېشلی دی
نن سبا به ګورو عدالت د نړۍ څه وايي

نن د جنګ میدان ته ځي خو توپ او ګولۍ نه لري
وخت ته خو معلومه ده چي زور د بګړۍ څه وايی

تا خو د زمان د سمندر څپو ته واچول
ګورو به نصیب ته په توپان کي بېړۍ څه وايي

نن به د فرنګ د میراث خور په کور کي ساندي وي
اوري له خیبره تر کنړه شپېلۍ څه وايي

راغی جهاني خدای او اولس لره منظور مشر
اوس دي په غزل کي شرنګ د هري مسرۍ څه وايي.

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د جون لومړۍ ورځ، ویرجینیا