کور / راپور / د قابله ګۍ له دوه کلنو مسلکي زده کړو ۲۴ انجونې فارغې شوې

د قابله ګۍ له دوه کلنو مسلکي زده کړو ۲۴ انجونې فارغې شوې

په زابل کې د قابله ګۍ له دوه کلنو مسلکي زده کړو ۲۴ نجونې فارغې شوې چې د مسوولينو په وينا، له دې سره به په لرو پرتو سيمو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه نوره هم ټيټه شي.
د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکتر لعل محمد توخي د دغو نجونو د فراغت مراسمو پر مهال وويل، چې په ياد دوه کلن پروګرام کې روزل شوې نجونې د مزکر قلات او ولسواليو اوسېدونکې دي.
د قابله ګۍ له څانګې يوې فارغې شوې قابله لراوبر ډاټ کام ته وويل، چې په خپلو سمیو کې دوی ته د کار پوره زمينه برابره ده او چمتو دي چې د خپلې ټولنې خدمت وکړي.
هغې وويل: ((موږ دا ژمنه کړې ده چې تر فراغت وروسته به خپلو ولسواليو کې دندې اخلو. ځينو خويندو د ولسواليو په يو شمېر روغتيايي مرکزونو کې سر له اوسه دندې هم اخيستې دي.))
که څه هم روغتيايي مسوولين وايي چې په ټولو ولسواليو کې نرسانې او قابلې لري، خو د ځينو خلکو په وينا په يو شمېر ولسواليو کې د قابلو د نه شتون له امله ښځينه ناروغان پر خپل وخت نه تداوي کېږي.
د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا په چوکاټ کې د نرسنګ او قابله ګی د دوه کلنو پروګرامونو سربیره په ‎دې وروستیو کلونو کې په خصوصي سکټور کې هم د نرسنګ او د نیمه روغتیايي زده کړو مرکزونه جوړ شوي چې سلګونه زابلۍ انجونې په کې پر زده کړو بوختې دي.