کور / تازه خبرونه / د ملکه ثریا روغتون کارکوونکو ته د ۶ میاشتو راهیسي معاش نه دی ورکړل سوی

د ملکه ثریا روغتون کارکوونکو ته د ۶ میاشتو راهیسي معاش نه دی ورکړل سوی

د هلمند ځايي خبریال جواد داوري وايي په مرکز لښکرګاه کې د ملکه ثریا روغتون پرسونل چې شمیر یې سل پوري دی د تیرو ۷ میاشتو راهیسي معاش نه دی ورکړل سوی او همدارنګه په روغتون کې درمل نسته او هیڅ بودیجه نه ده ورکول سوې.
نومړي پر خپل فېسبوک لیکلي چي د مور او ماشوم دغه روغتون د کومې موسسې مربوط نه دی. معاش او ټول لګښت یې د عامې روغتیا وزارت پوري تړاو لري.
د عامې روغتیا وزارت د هلمند سره د مور او میرې چلند کوي،د روغتون کار کوونکي له سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دي،اوس دې ته اړ دي چې په ډلیز ډول ټول استعفا وکړي ځکه روغتون هیڅ امکانات نه لري.