کور / سياسي / د کورنيو چارو وزارت: طالبان د نشه يي موادو له لارې په کال کې څلور سوه ميليونه ډالر ګټي

د کورنيو چارو وزارت: طالبان د نشه يي موادو له لارې په کال کې څلور سوه ميليونه ډالر ګټي

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له جګړو سره سم، پروسږکال په (۲۲) هغو ولايتونو کې چې هلته کوکنار کرل شوي وو، د جګړې اور هم پسې پراخېږي. دې جګړو د نورو اندېښنو تر څنګ د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه هم اندېښنې پيدا کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، سږکال ډېر کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي او يا هم هغه سيمې دي چې هلته غير مسوول وسله وال او زورواکان لاسبري دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق وايي، حکومت پرېکړه کړې چې د غير مسوولو وسله والو په سيمو کې د کوکنارو بوټي په بشپړ ډول واړوي:
” تراهګر او طالبان له بزګرو څخه د نشه يي موادو په برخه کې د عشر، تولید او ټرانسپورټ په نومونو پيسې اخلي او په دې پيسو يې د جګړې جبهه پياوړې ساتلې ده. په سلو کې (۹۰) کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د طالبانو او په سلو کې لس يې هم په هغو سيمو کې کرل کېږي چې هلته غير مسوول وسله وال او زورواکي فعال دي. طالبان په کال کې د نشه يي موادو له لارې څلور سوه ميلیونه ډالره ګټه ترلاسه کوي.”
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د حکومت تر دې ادعا مخکې ازادۍ راډيو ته د يوه ليکلي پيغام له لارې د نشه يي موادو په کښت، تولید او قاچاقو کې لاس لرل رد کړي دي.
په دې وروستيو کې د مشرانو جرګې غړو ويلي چې د افغانستان په لويديځو ولايتونو کې ځينو غیر مسوولو وسله والو، وسله والو طالبانو او قاچاق کوونکو ډلو په ګډه د نشه يي موادو د توليد او قاچاقو يوه شبکه جوړه کړې ده.
که له يوې خوا حکومت په بدخشان، جوزجان، پروان، کاپيسا، خوست، ننګرهار، کندهار، روزګان، هلمند او فراه ولايتونو کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړی، نو له بلې خوا بیا بزګران شکایت کوي چې له دوی سره د بديل کښت په برخه کې مرستې نه دي شوي او وسله وال طالبان دوی په زور د کوکنارو کښت ته اړباسي.
په دې اړه د بدخشان د ولايتي شورا غړی بشير صمیم د بديل معيشيت په برخه کې مرستې نه کول او د طالبانو له خوا په زور خلک د کوکنارو کښت ته اړایستل يوه پلمه بولي او وايي چې، ټول بزګران پوهېږي چې د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق د قانون خلاف کار دی او جرم بلل کېږي:
” د زراعتي تخمونو ناوخته رسېدل او زراعت نه ميکانيزه کېدل د کوکنارو د کښت لپاره پلمه نه شي کېدای. کوکنار داسې یو کښت دی چې نه زموږ په دین او نه هم زموږ په نافذه قوانینو کې اجازه ورکول شوې ده، بايد د دين او قانون خلاف عمل عذر و نه بلل شي. ما د بدخشان له خلکو څخه هیله وکړه چې کوکنار و نه کري، هغه معلومات چې ما ته خلکو راکړي، د کوکنارو د کښت اړولو له پروګرام پرته دا کښت په سلو کې پنځوس لږ شوی دی، اوس د کوکنارو د کښت ځای لوبیا، او للمي برخه کې نورو بوټو نيولی دی. ”
د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له يوې نیمې مياشتې راهیسې د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین دوام لري او د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله پورې د افغانستان په (۸) ولايتونو کې سل هيکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې شوي دي.
———————–
راپور: مرسلین ارسلا، ازادي راډيو، کابل