کور / #PTM / د پي ټي ايم د لاريونونو په مرسته د دغه غورځنګ ګڼ کسان خوشي سوي دي

د پي ټي ايم د لاريونونو په مرسته د دغه غورځنګ ګڼ کسان خوشي سوي دي

د پښتون ژغورني غورځنګ د بنو علاقې مشر حاجي صمد وايي، چي نن پوليسو ددغه غورځنګ ۱۱ غړي خوشي کړي دي.

دغه کسان د مي مياشتي پر ۲۷ نېټه په بنو کي پوليسو وروسته له هغه ونيول چي د خړ کمر د پېښي پر ضد ئې احتجاج وکړ.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي  پوځ د پي ټي ايم پر کاروان برید وکړ چي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

ښاغلی صمد وايي: “موږ تر احتجاج وروسته ناست وو، ګڼ مېلمانه وو، پوليس او امنيتي سرتېري راغلل او چي څومره کسان وو، که هغه فعالان وو، خبريالان وو، سرکاري او غېر سرکاري کسان وو يعنې چي څوک هم وو له ځان سره يې یوړل. کله چې يې د هري پور جېل ته بوتللو نو ټول ۲۱ کسان يې په يو ګاډي کي واچول. ګاډی چي روشن دان پکې هم نه وو ځای پر ځای به يې [د اوړي] لمر ته دراوه او سخت تنګ سوي وو ځکه چې روژه هم وه.”

ددغي پېښي پرضد په پراخه کچه پښتني سيمو او آن اروپا کي هم لاريونونه وسول، چي د محکوم وطن ډېری پښتانه د دهشتګر پوځ لخوا د لاريونونو په تور ونيول سول.

بل خوا د شمالي وزيرستان د خړ کمر سيمي اوسېدونکي وايي، چي د پاکستاني پوځ لخوا ګرځبنديز  لګيدلو وروسته ئې ژوند د سختو ستونزو سره مخ دی.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي دلته پر ګرځېدو بنديز لګېدلی دی، خلګ  له کوره بهر نه سي وتلای او د پوځ لخوا پر کورونو چاپې هم وهل کېږي.

خلګ وايي، چي نور نو د لوږي سره مخ سوي دي او که څه موده نور هم د ترهګر پوځ لخوا کرفيو يا ګرځبنديز دوام پيدا کړي نو د بشري ناورين سره به مخ سي.

په شمالي وزيرستان کي پر پي ټي ايم د ترهګر پوځ د بريد وروسته اوس په سیمه کي پاکستاني پوځيانو ګرځبنديز لګولی دی او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چي له کور څخه بهر ولاړ سي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي پوځ پر کورونو چاپې وهي، ځوانان او هغه ژوبل کسان له کورونو څخه باسي چي په خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا په ګوليو ويشتل سوي وه.

سيميه ايز خلګ وايي، چي د خوړو د کمبود سره مخ سوي دي او که چيري دا ګرځبنديز څو ورځي نور هم دوام وکړي، نو خلګ به له لوږي مړه سي.

پاکستاني پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او د موبايل پر خدماتو هم بنديز لګولی دی، خو ځيني کسان د غرونو له لاري خوندي سيمو ته رسېدلي دي، ترڅو د وزيرستان د خلګو حالت د ميډيا پر مخ بيان کړي.

د سيمي يوه اوسېدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي پوج د خلګو پر کورونو چاپې وهي، خلګ د ځان سره بياي او د کورونو پرده ئې ورماتوي.

پاکستاني پوځيانو وروسته له هغه په سيمه کي کرپيو ولګول چي د خړ کمر څخه تېرېدونکي د پي ټي ايم پر کاروان ئې ډزي وکړې او ۱۳تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

پاکستاني پوځ دوې ورځي وړاندي په قامي اسمبلۍ کي  د وزيرستان دخلګو استازی علي وزير ونيوی او د ترهګرۍ په ملاتړ ئې تورن کړ.

علي وزير داسي مهال ونيول سو، چي د پي ټي ايم د ملاتړو په کاروان کي جنوبي وزيرستان ته يوې غونډي ته روان وو.

وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان لومړی پاکستاني پوځ ډزي وکړې، چي ګڼ کسان ئې شهيدان او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل، وورسته ئې د علي وزير په ګډون ګڼ کسان ونيول.

د يادي پېښي وروسته پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او موبايل بنديزونه لګولي دي او خلګ نه پرېږدي چي سيمي ته تګ راتګ وکړي.