کور / راپور / د ولسي جرګې غونډه په فزيکي شخړه واوښته

د ولسي جرګې غونډه په فزيکي شخړه واوښته

د ولسي جرګې ننۍ غونډه هم د وکيلانو ترمنځ په فزيکي شخړه او يو پربل د تور لګولو سره پای ته ورسېده.

په ولسي جرګه کي وروسته له هغه جنجال رامنځ ته سو، چي کله د مير رحمان رحماني پلويانو نوموړی د رياست چوکی ته بدرګه کاوه، چي د مخالفو وکيلانو د غبرګون سره مخ سو او د شخړه رامنځ ته سوه.

پر خواله رسنيو هم داسي وېډيوګاني خپرې سوي چي ښيي د پارلمان د مشر ځانګړی مېز غورځول کېږي او ټوټې ټوټې کېږي.

د پارلمان د رياست لپاره وروسته له هغه جنجال رامنځ ته سو چي کله د ميررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ ټاکني وسوې، چي ښاغلي اصولي ۵۵ او رحماني ۱۲۳ رايي وګټلې. خو د رياست لپاره ۱۲۴ رايي ټاکل سوي وې.