کور / شعر / وزيرستان ته

وزيرستان ته

وزیرستان ته:

ګرځبندیز / Curfew
_______________________
خاموشي ده،
بازار بند کوڅې ویدې دي
شور غوغا دي ترهېدلي نه را وځي
د مرغانو انسانانو شل په ستوني کې ږغونه
ژوند تړلی په ځنځیر دی
ماشومان دي وېرېدلي نه را وځي
بس ولاړ دلته او هلته څو عسکر دي
یوه سترګه د توپک او دوې یې خپلې
ګوري شاوخوا خاموشې زندګۍ ته
څک غوږونه یې نیولي چې که واوري
ږغ له هره یوه لوري
که د لوی که د ماشوم که د مرغه وي
پر ماشه نیولې ګوته به یې ښوري

خاموشي ده،
کاربندیز دی ګرځبندیز دی
ژوند ایسار دی په کورونو کې،
هټتال دی
حرکت سکوت نیولی سابندي ده
تګ راتګ د مرګ سیګنال دی
د خپلوانو لیدل جرم
بس یواځې د خوبونو ازادي ده
د خوړلو او د څښلو سُنت کفر
لوږه تنده پکې ګرځي په سرو سترګو
او نارې وهي د هر ژوندي په غوږ کې:
د روحونو د سپارلو ازادي ده
زه اجل یم زه مو مل تر عزرایله
د ژوندون د ستړي بار د غورځولو ازادي ده

خاموشي ده،
ژوندبندیز خندابندیز دی
خوشالي ده په ویرجنو زړو کې بنده
دي اختر ته د درو لارې تړلې
د ودونو موسم تور خزان وهلی
اتڼ وچ دی سېک یې نه شته په وجود کې
د ډاله د درزا ږغ دی زبون وهلی
د عسکرو سترګې تږې توپک تږي
چې د لوږې له دوښمنه شي ور پاته
یو زګېروی، یوه سلګۍ او یوه چیغه
او دوی خپله شومه تنده کړي په ماته.

_______________________
بارکوال میاخېل