کور / علمي / زما ژوند جد او جهد / د باچاخان ژوندليک – ۸ او ۹ برخه

زما ژوند جد او جهد / د باچاخان ژوندليک – ۸ او ۹ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

اتمه برخه

یو مي له مطالعې او بل مي له کروندګرۍ سره ډېره مینه پیدا سوه. څو اخبارونه ول هغه به مي ښه ټینګ-ټینګ لوستل او د وطن او دنیا له حالاتو به مي ځان خبراوه. په تېره الهلال او زمیندار ورځپاڼي مي بې لوستو نه پرېښودې. پر دغو دوو اخبارونو د انګرېزانو له خوا بندیز هم وو، ځکه موادو یې د کور خاوند راویښاوه او دا کار د غله په تاوان وو. ما ته به خلکو ویل چي هلکه نقصان درته کوي. ما به ورته ویل چي ودي یې کړي.
مخفي صاحب به هم چي یو ښه کتاب پیدا کړی وو، تر ما به یې رارساوه. یوه ورځ یې د عبدالحلیم شرر ناول (زیاد او حلاوه) راکړ. راته ویې ویل چي ښه په غور یې ولوله. زما طبیعت طبعاً داسي وو چي د نورو غوندي ډېره مطالعه مي نسوای کولای، مګر څه چي به مي لوستل ژور به مي لوستل او ځان به مي په سهي مانا په پوهاوه. یاد ناول له مسلمانانو څخه د هسپانیا د بېرته اخیستلو په باره کي لیکل سوی وو. داستان یې زما سره په خپله مبارزه کي ډېره مرسته وکړه. دغه راز به مخفي صاحب خپل شعرونه هم راته اورول. بېخي ډېر مي یې حفظ کړي هم ول.
هغه مهال سیاسي مبارزه ډېره سخته وه. پر هر ګام به د انګرېزانو یو جاسوس څار کاوه. له خپل سیوري ډار په کار وو. یوه شپه د یوې پټي غونډي لپاره یوه کلي ته ولاړو. هلته یو چا ډوډۍ راته کړې وه. دا چي موږ خبري هر ځای نسوای کولای، نو به اکثره د پلي تګ پر مهال سره ږغېدو. دا وار مو هم همداسي وکړل. یو وخت مو پام سو چي یو څوک راپسې دی. موږ د جاسوس ګومان پر وکړ او په منډه مو بل کلي ته ځانونه ترې ورسول. نه مو کوربه خبر کړ او نه یې ډوډۍ ته ورغلو. په دا بل کلي کي د یو چا کره ولاړو، هغوی ډوډۍ خوړلې وه. موږ ته یې نوره راتیاره کړه. دا چي زموږ کار د خدای لپاره وو، نو له دې ټولو ستونزو سره-سره مو هم ورځ تر بلي پرمختګ کاوه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

نهمه برخه
د ۱۹۱۲م کال په وروستیو کي مي پلار واده راته وکړ. زما خسر لومړنی پښتون وو چي پر لور یې ولور وانخیست. هغه ډېر سخي او دریادل انسان وو. ډېر خانان ملګري یې لرل، خو چي کله ومړ او واړه-واړه ماشومان ترې پاته سول نو پر هغوی هیچا هم پوښتنه ونکړه.
ما د پښتنو مېرمنو ډېر درنښت کاوه. زړه مي پر خوږېد. په لومړی ځل مي خلکو ته په جار سره وویل چي یا به د چا کره ناوخته نه مېلمه کېږئ او که بیا هم ورځئ نو هغه څه به خورئ چي تیار وي. زموږ د پښتنو همدا رواج وو چي نیمه شپه به یې ډله مېلمانه درباندي راوستل. ښځي به پاڅېدې او نوي دېګونه به یې ورپاخه کړل. بل ناسم دود دا وو چي ښځو او نارینه وو به ګډه ډوډۍ نه سره خوړله. وروسته به یې د نارینه وو پاته شوني خواړه خوړل. د دې شي پر وړاندي هم ما ږغ اوچت کړ. لومړی مي له خپل کوره راپيل کړه. اوایلو کي به خلکو عجیب بللم، وروسته عادت سول او له ښځو سره به یې ګډه ډوډۍ خوړله.
بل لوی مشکل دا وو چي چا به خپلي لوڼي ښوونځيو ته نه اچولې. دا کار یې لوی عیب او نااسلامي باله. په داسي حال کي چي اسلام پر نر و ښځه علم فرض کړی دی. ملایانو نه یوازي دا چي د مکتبونو مخالفت کاوه، بلکي د اخبارونو لوستل یې هم ناسم کار باله. ویل به یې چي په دې کي ټول درواغ خپریږي. خو ما یې پروا نه کوله. هر اخبار چي به راته راغی هوجره کي به مي خلکو ته په لوړ اواز وایه. چا به چنداني غوږ نه ورته نیاوه. یو الهلال ته به لا غوږ ول، ځکه هغه کي د خدای او رسول خبري زیاتي نشرېدې او ابوالکلام چلاوه. پښتانه اوس هم له اخبارونو سره شوق نه لري. پر چټي-چټي شیانو یو عالم پیسې ورکوي، خو په لږ پیسو یو اخبار نه رانیسي. همدا وجه ده چي زموږ میډیا دومره کمزوره
ده.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان