زما ژوند جداوجهد / د باچاخان ژوندليک – ۱۰ برخه
Aziz Rahman Hazim
غورچاڼ: عبدالجبار فراز
لسمه برخه
د پښتنو ښځي تر نارینه وو ځیرکي دي. ما به خپلي مېرمني ته هم اخبار لوست. ورو-ورو یې مینه ورسره پیدا سوه. وخت پر وخت به مي د قران او نور دیني مالومات ورکول. پر پلار ډېره ګرانه وه. زما دغي روزني د هغې پلارګنۍ ته هم لار وکړه. تل به مي هڅه کوله چي د مېرمنو له مغزونو څخه د ځان کم ګڼلو احساس وباسم. په دوی کي دا احساس ځانغوښتونکو نارینه وو پیدا کړی وو. ما به ماینې ته ویل چي ښځه او نارینه خدای ته یوشان دي. دروندوالی او سپکوالی یوازي په عمل دی. دا به مي هم ورته ویل چي د دغه احساس په پاللو کي تاسي ښځي هم ګرمي یاست، ځکه د لور او زوی توپیر کوئ. دا به مي هم ورته ویل چي انسان خدای اشرف المخلوقات بللی دی، خو زه چي دې خپل قوم ته ګورم له ځناورو سره یوشی راته ښکاري، ځکه د هغوی په شان یوازي د خپلو ګېډو د ډکولو غم ورسره دی. بچي زېږوي، خو د روزني او زدکړو غم یې نه خوري. نو ولي اشرف المخلوقاتو کي وشمېرل سي؟
دا به مي هم ورته ویل چي که زه تر تا مخکي مړ سوم او ته ځوانه وې، نو حتمن بل مېړه وکړه. شرمېږه مه. دې به راته ویل چي دا د بې غیرتۍ خبري مه راته کوه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
يوولسمه برخه
دنیا پر کومه خوا روانه وه او موږ په څه اخته وو. د نوري نړۍ علماوو خپل قوم روزی او لوستی کاوه، خو زموږ د علماوو به تمامه ورځ پر دې سره دعوې و دنګلې وې چي (ولضالین) سهي دی (ولظالین) غلط دی. ګوته پورته کول ښه دی او ګوته نه پورته کول ښه نه دی. کتابونه به یې پر خرونو بار کړل، په ساعتونو-ساعتونو به یې پر دغسي څنګزنو او وړو-وړو موضوعاتو بحثونه سره وکړل، د ورځي په پای کي به هیڅ غاړي قناعت ونکړ او همداسي ډک زړونه به بېرته سره ستانه سول. دا بله ورځ به بیا همدا مامله وه. خلکو به هغه ملا غټ عالم باله چي پر یوه وخت یې یو شی هم حلال او هم حرام ثابتولای سوای. یوه ورځ یوه ملا په ډېر افتخار وویل: ونیسئ دا ګز دا میدان؛ که یو څوک ووایي چي دا شی حلال دی، زه یې حرام ثابتولای سم او که یو بل څوک ووايي چي نه دا حرام دی، نو زه یې حلال ثابتولی سم. ما ته دا ډېره عجیبه خبره وبرېښېده، تاب مي ونسو او ورته ومي ویل: ملا صاحب یو شی چي خدای حرام یا حلال بللی وي، نو ته یې څنګه حلال یا حرام ثابتولای سې ته خو بنده یې؟ ده ته دې پوښتني خوند ورنکړ او بحث یې واړاوه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
دولسمه برخه
له انګرېزانو څخه د هند د کانګریس او مسلم لیګ ګوندونو له خوا د غوښتنو لړۍ شروع سوه. یوه ورځ به یې یو شی غوښت چي هغه هدف ته به ورسېدل بیا به یې د بل شي مطالبې ته ملا وتړله. اکثره ځیرک او پوه خلک په کانګریس ګوند کي ول. کله چي ګاندي جي له سهېلي افریقا څخه راغی او د کانګریس غړی سو، نو د دغه حزب بڼه هم ورسره بدله سوه؛ د تشو خبرو پر ځای د هیواد د حقونو د اخیستلو لپاره عمل او جد و جهد پیل سو. کومو کسانو چي د ربړو او ستونزو ګاللو توان نه درلود-لکه جناح ، کنزرو، جیکار او سپرو-هغوی له کانګریس څخه ولاړل. جناح د مسلم لیګ ګوند غړیتوب واخیست. د اختلاف ټکی دا پوښتنه وه چي که فرضن حکومت زموږ غوښتنه څو واره پرله پسې ونه منله نو څه به کوو؟ یادو کسانو ویل چي هر ځل به احتجاج کوو، خو ګاندي جي ویل چي نه، که داسي وسي، نو جد او جهد به کوو.
ما چي به خلک سمي لاري او د قام خدمت ته رابلل ملایانو به خلکو ته ویل د غفار خبري مه منئ، هغه ږیره خرېیلي ده. ما چي ږیره پرېښوده، نو یې نوري خبري پکښي راوایستې. مثلن ویل به یې چي اوس یې ږیره تر موټي نه ده تېره. دا څه نوې خبره نه وه. د اسلام په صدر کي هم د محمد صلی الله وسلم او نورو صحابه وو دغسي مخالفتونه سوي دي. مخالفین دا کارونه د خپل واک د بایللو له ډاره کوي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان