کور / سياسي / د ډاکټر غني تمه، د ملا غني هڅې

د ډاکټر غني تمه، د ملا غني هڅې

لیکنه: ضیأ وصیل

کله،کله مو مشران له حده زیاته خوشبیني ښيي. ښه مثال یې له بند څخه د ملا عبدالغني برادر خوشې کېدل دي.

پخواني لسمشر حامد کرزي هم ډېر کوښښ وکړ،چې برادر د پاکستان له زندانه راخوشې کړي،خو په دې کار کې بریالی نشو.

ښايي هغه غوښتل په دې کار سره کرېډت واخلي یا د طالبانو پام ور واړوي او یا یې غوښتل،چې د سولې لپاره هڅې یې رنګ راوړي یا ښایي دا فکر یې کاوه،چې ملا برادر به له خپل نفوذه کار واخلي او طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته را مات کړي.

 د سولې عالي شورا هم  کلونه وړاندې د پاکستان له بنده د اغېزناکو طالبانو د خوشې کېدو هیله درلوده،خو پاکستان ښايي د کوم ځانګړي دلیل امله دې ته چمتو نشو،چې ملا عبدالغني برادر له بنده خوشې کړي.په هر ترتیب؛ دا چاره هغه وخت عملي نشوه او د کرزي خوب په حقیقت بدل نشو.

اوسني حکومت که ظاهراً یوازې دومره ویلې،چې د ملا برادر خوشي کېدل یو کوچنی ګام دی،خو ممکن د دې پخواني طالب چارواکي رول ته هیله من واوسي.
د سولې شورا هم له ملا برادر څخه ډېره تمه لرله؛ د تېر کال په کب میاشت کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر دوادزي ویلې و ” ملا عبدالغني برادر داسې کس دی،چې فکري خپلواکي یې لوړه ده،اوس چې قطر ته تللی دی او د خبرو اترو مشري په غاړه لري؛ هیله ده،چې له همدغې فکري خپلواکۍ څخه کار واخلي او ژر تصمیم ونیسي،چې سولې ته ورسېږو.”
خو د سولې دغې معجزې هم، د تمې خلاف هغه څه وویل،چې وسله والو طالبانو په دې اتلسو کلونو کې ټینګار پرې کاوه او هغه دا و،چې اشغال باید پای ته ورسېږي.

هر چا غوښتل،چې د ملا غني د خوشې کېدو کرېډت ځان ته واخلي؛زلمي خلیلزاد بیا ادعا وکړه،چې ملا برادر د ده په غوښتنه خوشې شوی دی.
خو ډاکټر غني اوس هم د لا ډېرو کارونو د ترسره کېدو هیله لري او ښايي له ښاغلي برادر څخه خاصه تمه و نه لري؛ د دې یو دلیل ممکن دا وي،چې د چارو شنونکي په دې باور او وايي ملا برادر د پاکستان لخوا “برېن واش” شوی او اوس د پاکستان له ګټو پرته بل څه ورته مهم ندي او د ملا غني له هڅو هم داسې څه نه تر سترګو کېږي،چې ډاکټر غني دې ورته خوشبینه اوسي او حساب پرې وکړي.

تاسې ولیدل،چې دوی چین ته سفر وکړ او د سفر موخه یې هم د افغانستان ګاونډیانو ته د خپلو موخو په اړه معلومات ورکول وښودل.

خو په کار ده،چې دواړه غني سره پخلا شي او ولس دې نور له دې ورهاخوا نه ځوروي او نه کړوي،ځکه چې د ولس حوصله هم نوره ختمه ده او د دوی د ناز وړلو توان نه لري.