کور / سياسي / پاکستان دې د ښه او بد طالب تفکیک نه کوي

پاکستان دې د ښه او بد طالب تفکیک نه کوي

 ليکنه: محمد روښان ښاد

پاکستان عجیبه لوبه پیل کړې، هغه وسله وال طالبان چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د دوی په تفکیک ښه طالبان دي، ځکه چې د دوی استخباراتي پلانونه د دوی له غوښتنو او پروګرام سره سم تطبیقوي او په افغانستان کې د نظام پر وړاندې جنګېږي، مګر بل لورته هغه پاکستاني طالبان چې په پاکستان کې عملیات کوي، هغه د دوی په نظر بد طالبان دي او دوی له افغان لوري د هغو د له منځه وړلو هیله او تمه لري او حتی بار بار یې تورونه لګولي دي چې دغه طالبان باید له منځه یووړل شي او پرضد یې قوه وکارول شي.

مګر افغان دولت له کوم تفکیک پرته د هر هغه طالب پر وړاندې چې هغه افغان دی که پاکستانی، خو چې وسله او زور کاروي، د هغو پر ضد عملیات کوي. د بېلګې په توګه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مولا فضل الله یولس ځله هوایي برید کړی او په دغو بریدونو کې یې د هغه نږدې کسان له منځه وړي دي، مګر بل لورته پاکستانی مقامات هیڅ داسې ثبوت نشي وړاندې کولی چې دوی دې هم د افغان طالبانو پر وړاندې دغسې عملیات کړي. حتی برعکس پاکستان هغه طالبان وژلي، بندیان کړي او شکنجه کړي دي چې دوی د سولې طرفدار دي او د جنګ پرځای مذاکراتو ته لومړیتوب او ارزښت ورکوي.

پر دې سربېره پاکستان کې پټ شوي طالب مشران له ملا منصورواخله تر دا نورو پورې چې مسکو او دوحې ته سفرونه کوي په پاکستاني پاسپورټ له کراچۍ څخه سفر کوي، په دې برخه نهایت ډېرې بېلګې موجودې دي، مګر پاکستان یو داسې ثبوت نشي وړاندې کولی چې ملا فضل الله یا کوم بل پاکستاني طالب دې له کابل، کندهار او یا هرات څخه په افغاني پاسپورت سفر کړی وي. همدارنګه د وسله والو طالبانو جنګیالي ټپیان په ښکاره د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کېږي، حتی هغوی په اسلام اباد کې پرانیستې او ازادې غونډې کوي.

په شمالي وزیرستان کې او نورو قبایلي سیمو کې چې د پاکستان پوځ کوم عملیات د ترهګرو پر ضد او یا بله پلمه ترسره کوي، په حقیقت کې دوی پرځایي خلکو ظلمونه کوي. یا ترهګرو ته په لوی لاس دا زمینه برابروي چې دوی له پاکستان څخه افغانستان ته را واوړي.  په دې ډول پاکستان هر ځل زموږ پر ضد تهدیدونه زیات کړي، لیکن د حقاني شبکې پر ضد اقدام ونه شو؛ حقاني شبکه سلامته پاتې شوه.

که موږ په دې مقوله چې د پاکستان پر ضد تهدید، د افغانستان پر ضد تهدید دی او د افغانستان پر ضد تهدید، د پاکستان پر ضد تهدید دی توافق لرو، نو راځئ چې یو هر اړخیز چوکاټ ته ورسېږو او هغه ولټوو.  باور دی چې ولسمشر غني به پاکستان ته په دا ځلي سفر کې د تېر په څېر واضح او قاطع خبرې وکړي او یو ځل بیا به هغوی دېته وهڅوي چې د طالب پر ضد له کوم تفکیک پرته په صادقانه ډول قوه او وسله وکاروي او د هغوی د فعالیتونو، تجمع، ورانکاریو، تمیول، تجهیز او نورو مسایلو مخه ونیسي.