کور / راپور / تاداميچي ملګرو ملتونو ته په وينا کي، افغانستان يواځي مه پرېږدئ

تاداميچي ملګرو ملتونو ته په وينا کي، افغانستان يواځي مه پرېږدئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تاداميچي ياماماتو د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته په وينا کي وويل، چي نړيوال بايد د افغانستان ملاتړ وکړي او په اوسنيو شرائطو کي د سولي لپاره هلي ځلي ګړندۍ کړي.

ښاغلي ياماماتو وويل، چي اوس تر هر وخت ډېر د سولي لپاره شرائط اماده دي او په دې برخه کي افغانانو هيله ښودلې چي سولي ته لا ورنژدې سي.

هغه د سولې د پروسې په اړه وویل: “د افغانانو او د نړیوالو ذهنونه د مذاکراتو د لارې یوې موافقې ته تیار دي. دا موقع باید د لاسه ور نکړل شي. د امریکا او د طالبانو خبرې د نړیوالو په ملاتړ دوام لري. افغانستان او متحدین یې یعني قط‏ر او جرمني د بین الافغاني خبرو لپاره کار کوي.”

نوموړي وويل، چي  د تېر کال د لوی اختر اوربند هيله بخښونکی وو او اوس هم د هيواد په بېلابېلو سيمو کي د سولي په ملاتړ لاريونونه کيږي.

هغه وویل: “په افغانستان کي یو کال مخکي د اختر په مهال د دریو ورځو اوربند افغانانو ته په سولې کي د ژوند څیره وښودله خو بیا د تیرو دولسو میاشتو جگړو ورته د سولې په وړاندې مشکلات هم په گوته کړل. د بده مرغه سږ کال په اختر کي اوربند ونه سو خو د تیر کال اوربند چي کوم اساس ایښی دی، هغه لا ورک نه دی.”

نوموړي د ولسمشريزو ټاکنو په هکله هم خبري وکړې او وئې ويل، چي د نړيوالو په ملاتړ بايد دا انتخابات شفاف او عادلانه ترسره سي، ځکه افغانستان د ټاکنو ورو بحران نه سي زغملای.

هغه دا هم وويل، چي افغان دولت د سولي پر بين الافغاني خبرو اترو تمرکز لري، خو له بده مرغه طالبانو لا تراوسه سولي ته ژمنتيا نه ده ښودلې او په روژه کي ئې د بېګناه ملکيانو وژني ته لا زور ورکړ.