د اصف زرداري او سعد رفيق پارلمان ته راغوښتلو امر وسو، خو علي وزير او محسن داوړ به نه راغوښتل کېږي
Aziz Rahman Hazim
د پاکستان پارلمان د سعد رفيق او آصف زرداري پارلمان ته د وروستلو امر کړی دی، خو د شمالي او جنوبي وزيرستان پښتانه استازي علي وزير او محسن داوړ له ورتګ څخه ئې ډډه کړې ده.
سعد رفيق او اصف زرداري د فساد په تور حکومت نيولي دي او اوس په زندان کي دي، همداراز په قامي اسمبلۍ کي د شمالي او جنوبي وزيرستان استازي علي وزير او محسن داوړ پرته له کوم ثبوته په زندان کي شپې سبا کوي.
د پاکستان د پارلمان د قانون له مخي که د اسمبلۍ يو غړی په کوم تور زنداني سي، د پارلمان مشر کولای سي چي د ځانګړي امر پر اساس د مهمو پرېکړو لپاره هغه پارلمان ته راوغواړي.
خو داسي مالومېږي چي د ياد قانون څخه پښتانه مستثنا دي او دوی ته دا واک نه ورکول کېږي چي په پارلمان کي د خپل اولس استازيتوب وکړي.
تمه ده پاکستانی رياست په پارلمان کي د راروان کال بوديجه تصويب کړي، چي د اپوزيسون ګوندونو لخوا مخکي له مخکي لا اعتراض ورباندي سوی دی.
حاکم ګوند تحريک انصاف چي د پوځ له پوره ملاتړه برخمن دی او د همدی په اشاره احکام پلي کوي ويلي، چي د اپوزيسون د مخالفت سره سره به دا بوديجه تصويبوي.
د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ تېره ورځ د رياست لخوا محکمې ته وړاندي کړل سوي وه، چي پر دوی لګول سوي تورونه وارزوي.
محکمې نن دواړه جېل ته ولېږل او د بل پړاو محکمې لپاره ئې د جولای دريمه نېټه وټاکل.
د قامي اسمبلۍ دواړه غړي د رياست لخوا په دې تور بنديان سوي دي، چي د پښتنو د حقوقو غوښتنه کوي او پر خپل قام د ظالم ترهګر پوځ د ظلم مخنيوی کوي.
بل خوا پخوانی سناتور او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک وايي، چي د علي وزير او محسن داوړ سره په جېل کي سم چلند نه کېږي، بلکي د زور زياتي او تشدد سره اوس هم مخ دي.
ښاغلی خټک چي پرون دوشنبه د علي وزير او محسن داوړ پوښتني لپاره پېښور مرکزي زندان ته ورغلی وو وايي، هلته د هغوی سره چلند سم نه دی، راډيو، تلوېزون او اخبار ته هيڅ لاسرسی نه لري.
همداراز چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي د نوموړو سره ليده کاته وکړي.
ښاغلی خټک وايي، چي علي وزير د خړ کمر پپېښي وروسته ستخت شکنجه سوی دی، وهل ټکول ورکول سوي دي او بېحده تشدد ورباندي سوی دی.
هغه وايي، چي علي وزير له پېښور څخه بنو ته د پوليسو په داسي بند ګاډي کي اتقال سو چي د ايرکنډېشن هيڅ انتظام پکي نه وو سوی، همدا وو چي د سختي ګرمۍ له امله ښاغلی وزير سخت کړېدلی دی.
د ښاغلي خټک په خبره، د پاکستان په قانون کي د پښتنو سره زورزياتی کېږي، محسن داوړ او علي وزير چي د قامي اسمبلۍ غړي دي حق لري چي پارلمان ته راوغوښتل سي او يا هم لږ ترلږه په زندان کي ورته د ملاقات اجازه ورکړل سي.
نوموړی وايي، په پاکستان کي پښتانه ته هيڅ حيثيت نه ورکول کېږي، په قامي اسمبلۍ کي د نوازشريف او اصف زرداري په ملاتړ ږغ پورته سو خو د پښتنو وکيلانو په تړاو له څو کسانو پرته هيچا ږغ پورته نه کړ.
افراسياب خټک وايي “بايد دا ووايم چي د علي وزير او محسن داوړ حوصلې لوړې دي، ډېر تکړه ځوانان دي او د خپلو غرونو په شان لوړې حوصلې يې دي. دوی دا وايي چي دا مبارزه روانه ده او دا په جيلونو نه ودريږي او دا عزم لري چې د عدم تشدد د لارې خپل د بنيادي انساني حقونو مبارزه به په مخه وړي.”