کور / راپور / ملګرو ملتونو محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په وژنه کي ښکېل بللی دی

ملګرو ملتونو محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په وژنه کي ښکېل بللی دی

ملګرو ملتونو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د دغه هيواد د ليکوال او ژورناليست جمال خاشقجي په وژنه تورن کړی دی.

د ملګرو ملتونو  ځانګړې پلټونکې اګنیس کالامار په یوه ځانګړي راپور کي ويلي، چي محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په وژنه کي مخامخ لاس لري او د همده په امر هغه وژل سوی دی.

کالامار وايي، زموږ سره کره ثبوتونه سته چي وښيي بن سلمان په دغه وژنه کي ښکېل دی، خو لا هم نورو تحقيقاتو ته اړتيا سته.

جمال خاشقجي  د واشنګټن پوسټ لپاره ليکني کولې او د سعودي پر شاهي کورنۍ يو له سختو منتقدينو څخه وو.

نوموړی د تېرکال د اکتوبر مياشتي پر دريمه نېټه په استانبول کي د سعودي کونسلګرۍ ته ننوت چي بيا نه دی ليدل سوی.

وروسته مالومه سوه، چي نوموړی کونسلګرۍ ته د ننوتلو وروسته هلته وژل سوی دی.

سعودي حکومت په دې وژنه کي د محمد بن سلمان ښکېلتيا رد کړې ده، خو ۱۱ تنه نامالوم کسان ئې د تړلو دروازو ترشا محکمه کړي دي، چي ځينو ته ئې د اعدام سزا هم اورولې ده.

ملګري ملتونه وايي، چي دا ډول محکمه د نړيوالو اصولو سره برابره نه ده او بايد لغوه سي.