کور / اقتصادي / هغه کسان چي د برېښنا بېل نه ورکوي له دې وروسته به لويي څارنوالي ته معرفي کېږي

هغه کسان چي د برېښنا بېل نه ورکوي له دې وروسته به لويي څارنوالي ته معرفي کېږي

د افغانستان برښنا شرکت د هغو اشخاصو د عدلي او قضايي تعقیب په موخه چې د برښنا له انرژۍ څخه په غیرقانوني توګه ګټه پورته کوي د لويې څارنوالۍ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه لیک د لویې څارنوالۍ مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال او د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رييس له لوري لاسلیک شو. ددې هوکړه لیک پر بنسټ د برښنا د سارقینو او سوء استفاده کوونکو د عدلي او قضايي تعقیب په موخه د افغانستان په کچه د لويې څارنوالۍ او برښنا له لوري ګډه کمیټه رامنځ ته کیږي. دغه راز به د افغانستان برښنا شرکت پر وخت د هغو کسانو شهرت چې د برښنا انرژي غلا کوي او یا د برښنا تاسیساتو ته زیان اړوي؛ د جزا کود له لارښوونې سره سم د عدلي تعقیب په موخه لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني.

لویه څارنوالي دا ډول قضیې په جدي ډول څیړي او پایله یې د افغانستان برښنا شرکت او هېوادوالو سره شریکوي.

دغه هوکړه لیک د جزا قانون د ۱۴، ۷۰۱ او ۷۱۰ موادو پربنسټ ترتیب شوی دی.

برښنا د عوایدو د راټولولو په برخه کې ژمنه ده څو د متوازنې پرمختیا پروګرام پر بنسټ د برښنا رسولو شبکو ته پراختیا ورکړي او په دې برخه کې د تیر په پرتله کوټلي ګامونه اخلي.