کور / سياسي / د دولتونو مناسبات په عواطفو نه، بلکې په متقالو ګټو ولاړ وي

د دولتونو مناسبات په عواطفو نه، بلکې په متقالو ګټو ولاړ وي

ليکنه:محمدبشیر یوسفزوی

د دو دولتونو ترمنځ اړیکې باید په متقابل درناوي، دوستانه مناسباتو او متقابلو ګټو ولاړې وي، په دې برخه کې باید پر اړیکو عواطف او احساسات حاکم نه وي. کله چې یو بل ته د ورور خطاب کوئ، د دې معنا داده چې تاسې د یوې عاطفي رابطې د لرلو ادعا لرئ. عاطفي مناسبات هغه وخت مطرح کېږي چې د دولتونو ترمنځ ثابتې اړیکې موجودې وي.

د اړیکو عاطفي او د ورورګلوۍ بڼه د خلکو ترمنځ ده، نه د دولتونو. ولسمشر غني هیڅ وخت د دولت کارونه د فامیلي موډل په اساس نه اجرا کوي او نه هم پر ګټو عواطفو ته لومړیتوب او ارزښت ورکوي.

د ولسمشر غني د واکمنۍ پرمهال زموږ مناسبات واضح شوي. زموږ په مناسباتو کې وضاحت رامنځته شوی دی اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې موږ اقدام وکړو او له پاکستان سره تفاههم او اعتماد رامنځته کړو، مګر تر هغو چې پاکستان زموږ په ضد نا اعلان شوی جنګ ونه دروي، نو د دواړو هیوادونو تر منځ د ښو مناسباتو لرلو ادعا، د تفاهم او باور ایجاد ادعا بې ځایه او ناسمه ده.

د دې لپاره تر ټولو مهمه داده چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل نا اعلان شوی جنګ باید ختم کړي، دواړه غاړې دي سیستماتیکو او رغاوونکو خبرو ته کېني، تر څو سوله تامین شي. خطر چېرته دی؟ خطر دلته دی چې موږ له خلکو سره د خلکو عالي مناسباتو څخه د خلکو په منځ کې د دښمنۍ لورته حرکت وکړو، دا هغه څه دي چې زه غواړم مخه یې ونیسو.

په دې کې شک نشته چې پاکستان افغان کډوالو ته پناه ورکړې چې افغانستان یې منندوی دی، مګر له بده مرغه په دې وروستیو کې د جنګ لپاره یې له همدغو کډوالو څخه په زور یا په رضا د افغانستان پر ضد استفاده کړې او د دې لپاره تر ټولو ښه داده چې دغه کډوال هیواد ته په عزت سره راستانه شي. افغان مهاجرو، په ځانګړي ډول د جهاد کلونو کې دا احساس ونه کړ چې په پردۍ خاوره کې اوسېږي، هغوی داسې هېواد کې ژوند کاوه چې هغه یې پيژانده او درناوی یې ورته درلود.

 له خلکو سره د خلکو روابط عاطفي دي، په هغه کې ډېر احساسات پراته دي. زموږ نیت دی خپل کډوال بېرته وطن ته راولو، لیکن د دولت ـ دولت سره روابط باید په منطق ولاړ اوسي ـ د متقابلو ګټو او بالمثل عمل د پرنسیپونو په اساس.  کله چې بالمثل مثبت عمل ترسره کېږي، موږ حرکت کوو، خو که کله منفي عمل کېږي، موږ پڅ او ورو کوي. بنیادي ټکی دادی چې افغانستان او پاکستان لکه هر بل ګاونډی، له اوږده تاریخه یو بل سره وصل دي، موږ باید یو ځای کار وکړو، چې خپلې ګډې ستونزې حل کړو، له یو بل سره لکه دوه رقیبان مخامخ نشو، که نه بیا به تروریستان بریالي وي.  

نو که پاکستان غواړي چې له افغانستان سره خپلې اوسنۍ اړیکې له سره ورغاوي، نو ښایي چې د ښه ګانډیتوب او د متقابلو ګټو اصل ته درناوی ولري او دولت په دولت اړیکو ته ارزښت ورکړي.