زما ژوند جد او جهد / د باچاخان ژوندليک – ۱۳ برخه
Aziz Rahman Hazim
غورچاڼ: عبدالجبار فراز
۱۳
یو وخت د یوې موخي لپاره یوه کلي ته ولاړم. هلته مخفي صاحب ته منتظر سوم. انتظار ډېر اوږد سو. د خلکو او جاسوسانو د خبرېدو له وهمه مي په یوه جومات کي واړول. له لمانځه، اوداسه او چای جواب پرته به بل هیڅ شي ته نه راوتلم. د راوتلو پر وخت به مي هم مخ پټ وو. دننه هوجره کي به مي وظیفې او مراقبې کولې. زما دغي ګوښه نشینۍ خلک ډېر اغېزمن کړل. د هغوی په خیال ګواکي زه یو لوی بزرګ او پیر وم. راتلل به او دم، چف و تاویزونه به یې راڅخه غوښتل. یوه ورځ یوه ښځه راغله او راته ویې ویل چي زوی مي د درېیو کالو سوی دی خو تی رودل نه پرېږدي. ته یو دم و چف وکړه چي راڅخه پرې سي. ما ورته وویل چي ورسه د تي غوټۍ دي په سرو مرچکو ولړه هیله ده د زوی زړه دي ترې صبر سي. دې هم همداسي وکړل. سبا خوښ خوشحاله راغله، له شاتو یو ډک کنډولی یې هم راته ډالۍ کړ. ویل یې چي دوعا دي خدای قبوله کړه او زوی مي له تي پرې سو. زه اوس تی ورکوم خو دی یې نه خوري.
هلکي به نو څنګه تی اخیستی وای؟ د هغه په نظر خو اوس دا تی نه، بلکي د مرچکو غټی وو. دوی دا زما کرامت او لويي بلله.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۱۴
یوې سیاسي غونډي ته تلم. د جاسوسانو له بېري مي هیڅوک په ځان خبرول نه غوښتل. کورنۍ ته مي هم حال نه وایه، ځکه بیا یې راګرځولم، نو مي ورته وویل چي اجمیر شریف ته ځم. ټول خوشحاله سول. زما خسرګنۍ د اجمیر مریدان ول. زموږ ځای ته به کله ناکله د هغه ځای مرشدان و مریدان هم راتلل او له خلکو به یې په یوه و بله بهانه پیسې اخیستې. زما غني خان زوی زوکړی وو. په دې نیت یې اوږدې کیسې راته راواخیستې چي ګوندي یوه غوړه مړۍ په لاس ورسي. دوی راته وویل چي غني خان د اجمیر په تصرف کي دی، ما ورته وویل چي نه دا زما په تصرف کي دی. دوی د دې خبري په اورېدو هېښ سول چي دا بیا څنګه سړی دی او همداسي مایوسه ستانه سول.
پښتنو په اصل کي په خپله پر ځانونو رنګارنګ خلک په یو و بل نامه حاکم کړي ول. یو به یې پیر باله، بل به یې بزرګ باله، بل به یې ستانه باله او هر امر ته به یې غاړه ایښوده. ما پسي هم خلکو رنګارنګ اوازې اچولي وې. ویل به یې چي د دې سړي لاسونه اوږده دي خورا لوی بزرګ دی. بل به بیا ویل چي د یوه څاه اوبه ترخې وې خو چي ده یو منګی اوبه ورواچولې ټولي خوږې سوې. هغه څاه ته به له لیرو-لیرو سیمو څخه خلک راتلل او د شفا ورکوونکي خردې په نیت به یې اوبه ځني څښلې. نورو بیا اوازه اچولې وه چي ده یوه ورځ د لسو کسانو لپاره خواړه پاخه کړي ول، خو مېلمانه سل نفره ورته راغلل او د ټولو چاره وسوه. ما به خپلو ملګرو ته ویل چي د خلکو پر دغسي خبرو غوږ مه نیسئ، موږ نه شېخان نیسو نه مریدان. زموږ ګډ مقصد مالوم دی او په شریکه به جد و جهد ورته کوو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۱۵
د لومړي نړیوال جنګ له ختمېدو سره سم پر دنیا د یوې زوروري وبا څپه راوالوته. تر جګړې یې زیات انسانان له ځان سره یووړل. زموږ په وطنونو کي یې هم بېحده ډېر خلک ووژل. هغه مهال د هري ناروغۍ لپاره درمل نه ول. ځینو سیمو کي خو یې ان بسته-بسته کلي سپېره کړل. زه یې هم ونیولم، بس خدای ترې روغ کړم. زما زوی غني خان یې هم راچپه کړ. هر څه مو په وکړل، هیڅ ګټه یې ونکړه. یو ماښام زه پر لمانځه ناست وم. غني خان رنځور او کمزوره پر کټ پروت وو. مور یې ورته ناسته وه او ژړل یې. یودم پاڅېده، ولاړه سر ته یې ودرېده او خدای ته یې لاسونه لپه کړل: یا الله ته خو د غني خان رنځ پر ما کښېږدې او دی روغ کړې.
همداسي هم سوه. مېرمن مي ناروغه سوه. غني ورځ په ورځ جوړېدی او دا ورځ تر بلي بترېده او بالاخره ځوانیمرګه سوه. یوه لمن ماشومان یې راته پرېښودل.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان