کور / علمي / زما ژوند جد او جهد / د باچاخان ژوندليک – ۱۶ برخه

زما ژوند جد او جهد / د باچاخان ژوندليک – ۱۶ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز
۱۶
ملایان به منبر ته وختل او شروع به یې وکړه چي دا دنیا د مسلمانانو لپاره زندان او دوږخ ده. موږ تاسي یې باید په کیسه کي نسو. زموږ لپاره هغه دنیا ده. دلته دي کفار مزې کوي. خلکو به هم ورسره منله. هیچا دا سوچ نه کاوه چي دین د دې دنیا لپاره دی که د اخرت او که د دواړو؟ موږ خو په لمانځه کي له خدایه اول د دې دنیا ښېګڼي غواړو. له هغي بلي نړۍ څخه خو کوم څوک بېرته نه دی راستون سوی، په داسي حال کي چي د دې دنیا ټول تاریخ زموږ پر وړاندي پروت دی. چا ته چي مذهب راغلی او هغوی منلی او عمل یې پر کړی دی په دې دنیا اباد سوي دي، د عزت څښتنان سوي دي، د خپل حکومت خاوندان سوي دي، د خوشحالۍ او امن ژوند یې په برخه سوی دی. تاسي عربو ته وګورئ تر اسلام مخکي یې څه حال وو؟ اوس جوړ دولت لري، عزت لري. تاسي د هغه وخت د مسلمانانو پر ژوند او حالاتو یو نظر واچوئ او فکر پر وکړئ او بیا وروسته د اسلام د ټېکه دارانو پر خبرو غور وکړئ چي ایا همدا د الله او رسول اسلام دی که د شتمنو؟ او دا دوی چي څه وايي د خدای لپاره یې وايي که د شتمنو لپاره یې وایي؟
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۷
د تاریخ په اوږدو کي پښتنو تل پر خپل ورور او عزیز راباندي کړې ده او د همدې بد خاصیت له وجي یې همېشه توري خاوري پر سر باد سوي دي. کوم خلک چي دوی د خپل ملک، قام او مذهب مشران ټاکلي دي هغوی بیا له مزو ډک ژوند کړی دی، مګر دوی بیا هم عبرت نه دی اخیستی. له همدې وجي په خپل جنت غوندي ښایسته خاوره کي په جوارو ماړه نه دي، خوار و زار او جاهلان ګرځي. له خپلو پټو طبیعي زېرمو څخه محروم دي او همداسي وږي تږي ورته ګوري هیڅ کار نسي ځني اخیستلای. تر څو چي دوی قبیلوي ژوند په ملي او قومي ژوند نه وي بدل کړی، یو ملت سوی نه وي، په خپلو کي یې مینه، پېرزوینه او قامولي نه وي عامه کړې او خپل عزت یې د قام عزت او د قام بې عزتي یې خپله بې عزتي نه وي ګڼلې تر هغو به همداسي خدای وهلي بر وهلي ګرځي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۱۸
د اروپا جګړه چي ونښته، نو زما سره دا خیال پیدا سو چي افغانستان ته واوړم او له هغه ځایه د دولت په مرسته د انګرېزانو پر وړاندي وسله واله مبارزه راپیل کړم. له څو نورو ملګرو سره روان سوم. هغه لار مو په خوله ورکړه چي په مخکي یې ډېر جګ غر او وروسته سیند پروت وو. زه په تنه دروند او غټ وم. بیا په هواره سیمه کي اموخته سوی وم غرختنه کي مي خونده نه وه. ډېر ژر به له پښو لوېدم. بالاخره مو د هواري لار په مخه ورکړه. یو کلي کي ته ورسېدو هلته مي پلار راپسي راغی. راته ویې ويل چي راځه افغانستان ته مه ځه، زما سره انګرېزانو ژمنه کړې ده چي تا ته به څه نه وايي. ما چي هر څه د انګرېزانو د دوه مخۍ او درواغجنتوب خبري ورته وکړې ویې نه منله. ده به راته ویل چي تا خو یوازي په غونډو کي برخه اخیستې ده، څه جرم خو دي نه دی کړی. راځه هیڅ هم نه درته وايي.
زه هم بېرته کور ته ورسره روان سوم. وطن ته له رسېدو سره سم یې څو ورځي وروسته ونیولم. زندان کي یې ډېري زولنې پر پښو راوکتلې یوه هم نه پر سمېده. زما وجود ډېر غټ او تکړه وو. ټولي پر کوچنۍ وې. اخیر یې یوه تنګه دانه ورواچوله. سخت یې خوږولم. دواړي پښې یې راژوبلي-ژوبلي کړې. محبس یې په بده بڼه وو. ډوډۍ دومره خرابه وه چي ان د حیوانانو د خوراک لا نه وه. ډوډۍ به بندیانو پخوله. هغوی به اومه اوړه خوړل او د هغو په اندازه به یې خاوره په ګډوله او له هغو څخه به یې ډوډۍ پخوله. موږ بیا هم سیاسي بندیان وو. له راتګ سره سم مو مبارزه پیل کړه او ورو-ورو مو ډېر اصلاحات راوستل. زموږ سره یو کابلی بندي هم وو. کله چي به د توپونو درزهار سو، نو دی به یو دم پر جذباتو راغی، ټوپ به یې کړل، لاس به یې د توري د چلولو په شان ها خوا دې خوا تاواوه او نارې به یې وهلې: کش کو، کش کو!
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۹
یوه ورځ یوه غونډه جوړه سوه. له ډېرو لیرو-لیرو سیمو څخه خلک ورته راغلل. زه هم ورغلم. خلکو به ویل چي دا د دولت ضد جلسې دي هغه څوک ورتلای سي چي کفن یې پر سر تړلی وي. هلته چي ما د ګډونوالو بې نظمۍ ته وکتل خوند یې رانکړ. ورپاڅېدم او ورته ومي ویل چي ګورئ دغسي غونډو کي تر هر څه مخکي د یوه صدر(مشر) ټاکل اړین وي. دوی راباندي چیغي کړې چي بس ته یې صدر. ما ورته وویل چي زه ځوان یم یو مشر سړی وټاکئ. چا مي خبره وانورېده او زه یې په زوره مشر کړم. عامو خلکو مشر(صدر) چنداني نه پېژاند نو به یې ویل چي غفار د جلسې باچا وټاکل سو. دغه باچا کېدو ما ته وروسته څو واره تاوان وکړ. هیڅ په هیڅه به یې ونیولم او زندان ته به یې واچولم. وروسته به یې خوشي کړم. چي تحقیق به مي وکړ نو یو دلیل به دا راته وویل سو چي تا بغاوت کړی او ځان دي د خلکو باچا اعلان کړی دی.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۲۰
په بندیخانه کي به د اوونۍ یو ځل له بهرنیو خلکو سره د لیدلو اجازه راکول کېده. دباندي به یې راوایستو، کتار به یې ودرولو. ملاقاتیان به یې څو متره لیري مخامخ راته ودرول. د یو او بل د خبرو د اورېدو لپاره به مو باید چیغي سره وهلي وای. یو تور شور ماشور به مو جوړ کړی وو. دا چي د زندان ډوډۍ ډېره خرابه وه، نو مور به مي پاخه خواړه له کوره راته را استول. یوه ورځ خبر سوم چي تر ما پوري د دغو خوړو د رارسولو په بدل کي مي مور دوی رشوت ورکوي، نو مي ورته وویل چي نور به ما ته ډوډۍ نه رالېږئ. ما نه غوښتل چي په ناروا لاره یو روا کار وکړم.
بله ورځ یې له یوه جېل څخه بل جېل ته وړلو. په وسیله کي یې د بېولو په بدل کي رشوت راڅخه وغوښت. ما ورته وویل چي رشوت خو په هیڅ وجه نه درکوم. راته ویې ویل چي داسي ده نو باید پلی ولاړ سې. ما ورته وویل چي بس چمتو یم. زولنې مي لا هماغسي په پښو کي تنګي وې او په همدې حالت کي مي تقریبن شل کېلومتره پیاده مزل وکړ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان