کور / راپور / ټرمپ: که مو پر ايران بريد کړی وای، ۱۵۰ کسان وژل کېدل

ټرمپ: که مو پر ايران بريد کړی وای، ۱۵۰ کسان وژل کېدل

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته له هغه چي پر ايران د بريد کولو حکم بېرته واخيست ويلي، چي پر ايران ئې ځکه بريد ونه کړ چي ۱۵۰ تنه پکي وژل کېدل.

ښاغلي ټرمپ وويل، چي ما ددغه بريد حکم ورکړ، خو پوښتنه مي وکړه چي په دغه بريد کي څو تنه وژل کېږي، يو پوځي په ځواب کي راته وويل چي ۱۵۰ تنه، نو مي دا حکم لغوه کړ.

د ايران او امريکا ترمنځ اړيکي وروسته له هغه جګړه ايز رنګ واخيستی چي ايران د هرمز تنګي ته څېرمه د امريکا يو بې پېلوټه الوتکه ووېشتل.

ايران ادعا کوي چي دا الوتکه ئې د ايران فضايي حريم ته د راننوتلو وروسته وېشتلې ده، خو امريکا وايي چي الوتکه ئې په نړيوالو اوبو کي رالوېدلې ده.

ټرمپ ددغي پېښي په غبرګون کي پر ايران د بريد کولو حکم ورکړ، خو د بريد لس دقېقې وړاندي ئې دا حکم بېرته لغوه کړ.

ټرمپ وويل، زموږ ځواکونو په ايران کي دننه درې ځايونه د بريد لپاره هدف کړي وه، خو ما مناسبه ونه ګڼل چي د يوې الوتکي د وېشتلو په مقابل کي دي ۱۵۰ کسان ووژل سي.

نړيوال هڅه کوي، چي د ايران او امريکا ترمنځ ترېنګلي اړيکي د خبرو اترو له لاري سمی کړي.